افغانستان

په افغانستان کې د امریکا د پاته کېدونکو عسکرو شمېر تر اوسه نه دی ټاکل شوی

نن ټکی اسیا: په دې وروستیو کې ځينو رسنیو په خپلو راپورونو کې په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته  د پاته کېدونکو امریکايي عسکرو د شمېر په تړاو خبر ورکړی و، چې د امریکا د حکومت غبرګون یې را وپاراوه.

ځینو رسنیو د پاته کېدونکو امریکايي عسکرو شمېر ۵۰۰۰ ښودلی و، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دوي به په افغانستان کی له ۲۰۱۴ کال وروسته د خپلو پاته کېدونکو پوځیانو شمیر د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتی تړون تر لاسلیک کیدو وروسته اعلان  کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت  ویندويي  جین پساکی په دې باب په خپلو څرګندونو کې د خپلو پوځیانو د کره شمېر په اړه څه ونه ویل، خو دا احتمال یې هم رد نکړ، چې په افغانستان کې به د دوی د پاته کېدونکو عسکرو شمېر له ۱۰ زرو څخه کم وي.
نوموړې زیاته کړه، چې دا  پریکړه به د ولسمشر بارک اوباما له خوا وشي؛ خو له یادې پریکړې وړاندې باید واشنګټن د افغانستان له نوی ولسمشر سره چی په نږدې راتلونکې کې به وټاکل شي، امنیتي تړون لاسلیک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x