
یهودي ځواکونه یو فلسطینی ځوان د کامرو مخته اعداموي – ویډیو
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د فلسطین په غربي تړانګه کې د لاریون پر مهال یهودي ځواکونو یو فلسطینی ځوان د کامرو مخته په ژوندۍ بڼه په ډزو باندي اعدام کړ.
یهودي ځواکونو ادعا کړې چې د فلسطیني ځوان سره چاقو ورسره وو، ویډیو جوړوونکی چې د یوه عربي تلویزون خبریال ښکاري، هم په خپله تبصره کې وايي چې کیدای شي د هغه سره چاقو ورسره وي او هڅه یې کړي وي تر څو یهودی عسکر په ووهي، خو د څو ډزو وروسته هم اسرائیلي عسکر ژغورونکې عمله نه پریږدي چې د هغه جسد په امبولانس کې روغتون ته انتقال کړي.
ځايي رسنیو ویلي چې هغه ځوان روغتون ته تر انتقال وروسته ومړ، خو د فلسطین د روغتیا وزارت د هغه روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودلی دی. او د مرګ خبر یې نفي کړی دی.
باید وویل شي چې له تیرې اونۍ راهیسي د فلسطین په غربي تړانګه او غزه ښار کې د اسرائیل پر ضد لاریونونه روان دي، ځکه چې د امریکې ولسمشر ټرمپ بیت المقدس د اسرائیل ابدي پلازمینه وبلله او امر یې وکړ چې د هیواد سفارت دي يې بیت المقدس ښار ته انتقال شي، چې د اسلامي او غربي هیوادونو د توند غبرګون سره مخ شو.