افغانستان

دادرس: د هيواد جنوب کې لا هم بهرني عسکر ناقانونه زندانونه لري

نن ټکی اسيا: د ولسمشر کرزي لخوا د هيواد جنوب ته ليږل شوی پلاوي په خپل راپور کې ويلي، چې هلمند او کندهار ولايتونو کې لا هم بهرني عسکر شخصي زندانونه لري.
کرزي د عبدالشکو دادرس په مشرۍ يو پلاوی د هيواد جنوب ته ليږلی، تر څو دا خبره وڅېړي، چې دغلته د بهرنيانو ناقانونه زندانونه شته کنه؟
دادرس وايي، چې دوی په خپلو سترګو وليدل، چې د کندهار او هلمند ولايتونو کې د بهرنيو عسکرو ناقانونه زندانونه شته.
دادرس وايي، چې د هلمند ولايت ښواربک سيمې او د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه شخصي زندانونه شته.
دادرس زياته کړه، چې د راپور له بشپړيدو مخکې په دغو زندانونو کې د بنديانو د شمېر په اړه څه نشي ويلای.
د يادونې وړ ده، چې ولسمشر کرزي، يو پلاوی ټاکلی و تر څو د هيواد په سويل کې د بهرنيو عسکرو د شخصي زندانونو په اړه پلټنه وکړي او دا هم روښانه کړي، چې دغلته څومره زندانيان له څومره مودې په څه تور پراته دي.
بهرنيو عسکرو تر اوسه په دې اړه څه ندي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x