افغانستان

جمعیت اسلامي: د ملي یووالي حکومت قانوني موده شپږ میاشتې پاتې ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):د جمعیت اسلامي ګوند ویاند وايي، د ملي یووالي حکومت قانوني موده شپږ میاشتې ده او راتلونکی کال یې کاري موده پای ته رسېږي.

تېره ورځ د جمعیت اسلامي ګوند غړیو په جوړه شوې غونډه کې د ملي یووالي پر حکومت نیوکې وکړې او د اساسي قانون له مخې یې د دغه حکومت کاري موده پای ته رسېدلې وبلله.

د دغه ګوند ویاند عبدالشکور واقف حکیمي د افغانستان ژغورنې اېتلاف په ملاتړ جوړه شوې غونډه کې وویل، چې اوسنی حکومت د څو کلونو لپاره جوړ شوی او راتلونکی ۱۳۹۷ د غبرګولي په لومړۍ نېټه یې د واک موده پای ته رسېږي.

ده زیاته کړه، «د ملي یووالي حکومت په اصل کې د لنډمهالی حکومت شکل دی؛ ځکه د شوې هوکړې له مخې اوسنی حکومت مکلف دی، چې میاشتنۍ او څو میاشتنۍ دندې ترسره کړي. په اساسي قانون کې بدلون راولي، لویه جرګه راوغواړي او د لویې جرګې له لارې جمهوري نظام پر صداراتي نظام بدل کړي.»

د ده په خبره، د ملي یووالي حکومت قانوني وخت مخ پر ختمېدو دی؛ نو پر همدې بنسټ د سیاسي څېرو لرې کولو او ګومارلو واک نه لري.

ده زیاته کړه، چې په راروانو شپږو میاشتو کې د هر لوړ پوړي چارواکي ګوښه کول او یا ګومارل له قانون څخه سرغړونه ده او سخت غبرګونونه به راوپاروي.

د جمعیت ګوند ویاند ناستې ته وویل، اوسنی حکومت لنډمهاله اداره وه او د خلکو په رایه نه و ټاکل شوی.

د جمعیت ګوند غړیو د لویې عنعنوي جرګې جوړېدل د اوسنیو ستونزو د حل یوازېنۍ لاره یاده کړه او کلک ملاتړ یې ورڅخه وکړ.

په دغه ناسته کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پخواني مشر فضل احمد معنوي وویل، چې اوسنی حکومت د ټاکنو د ترسره کېدو څخه وېره لري او د ازادو ټاکنو لپاره هېڅ اراده نه لري چې ترسره یې کړي.

د معنوي په خبره،« دغه حکومت ټاکنې نه کوي، اراده يې نه لري او کوم شى چې د حکومت ستونى تريخوي هغه ټاکنې دي.»

ده وویل، د ملي یووالي حکومت تراوسه دې پایلې ته نه دی رسېدلی، چې ټاکنې کولی شي او که نه او نه د حکومت په مشرتابه کې د ټاکنو د کولو صلاحیت شته.

معنوي د ملي یووالي پر حکومت تور پورې کړ، چې غواړي د ۱۳۹۳ل کال ټاکنو په شان راتلونکي ټاکنې هم ترسره کړي او د ټاکنو په کمېسیون کې تېرې ګوښه کوونې د همدغو کارونو لپاره وې.

«نړيوال غواړي چې راتلوونکى کال د ولسي جرګې او ولسواليو د شوراګانو ټاکنې ترسره شي؛ خو زموږ غوښتنه له نړيوالې ټولنې څخه داده چې که د ١٣٩٣کال په څېر د ولسي جرګې ټاکنې ترسره کېږي، نو له کولو يې نه کول ښه دي.»

معنوي وویل، طالبان هم د ملي یووالي حکومت سره د سولې خبرې کول نه غواړي او نه حکومت د سولې د راوستو لپاره اراده لري.

د جمعیت ګوند او د افغانستان ژغورنې اېتلاف ملاتړ غونډه داسې مهال په کابل کې جوړېږي، چې درې ورځې وړاندې د سیاسي چارو کار پوه انتظار خادم د ملي یووالي حکومت په دې تور نیولی، چې د ولسي جرګې د غړي همایون همایون په یوه دفتر کې یې کار کاوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

د کوم قانون له مخی !! ؟؟ په همدغه امریکایی دموکراسی قانون کی خو د دوه جمهور ریسانو یا اجرایی ریس د پاره کومه ماده نشته په داسی حال کی چه هغه دموکراسی قانون هم په اشغال شوی هیواد او غلامه اداره کی د منلو وړ نه دی هغه د افغانانو قانون نه دی ، په هغه قانون او د خلکو په رایو پشی کیشږدل شوی چان کیری په دوه میرمنو د امریکا په سفارت کی نکاح وتړله ، هغه نکاح تړلو ته قانونی دوره وایاست ؟ تاسی خبله څوک یاست ؟ تاسی غلامان نه یاست تاسی د اشغالګرو غلامان… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x