روزګان: پولیس د لوږې او تندې له لاسه پوستو پرېښودو ته اړ شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د روزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې ملي پولیسو ته له تېرې یوې میاشتې راهیسې خواړه او اوبه نه دي رسېدلي او په لوږه وخت تېروي.

د چنارتو ولسوالۍ پولیس وايي، په ورځو ـ ورځو اوبه او خواړه نه ورسېږي او په لوږه او تنده د طالبانو پر ضد جګړه کوي.

د کریم الله په نامه یو پولیس اریانا نیوز ته ویلي، ۱۲ ورځې کېږي چې د حکومت مرسته ورته نه ده رسېدلې او په سخت حالت کې دي.

د ده په خبره، ۱۲ ورځې وشوې چې خواړه مو نه دي خوړلي، د حکومت مرسته نه رارسېږي او اړتیا ده چې حکومت مو اکمال کړي او پر وخت خواړه راورسوي.

کریم الله ویلي، په چنارتو ولسوالۍ کې داسې پوستې هم شته، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې ورته خواړه نه دي رسېدلي او په پوستو کې مېشت عسکر له بد حالت سره مخ شوي دي.

دغه عسکر د روزګان د امنیتي ځواکونو په قومندانانو تور لګولی، چې د سرتېرو لپاره ځانګړې شوې پیسې هم نیمايي ورکول کېږي او د یوې میاشتې لپاره یوې پوستې ته ۱۰۰۰ مرمۍ ورکوي، چې دوی یې په یوه شپه کې هم مصروفولی شي.

کریم الله ګواښ کړی، که په څو ورځو کې مرسته ورسره ونه شي؛ نو ټول عسکر به پوستې پرېږدي او کورونو ته به ستانه شي.

د روزګان د پولیسو قومندان رحمت الله صدیقي د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې شته ستونزې مني؛ خو وايي چې په ۶ولسوالیو ته په نوبتي ډول اکمالات کوي.

ده عسکرو ته پر وخت د خوړو او د مهماتو د نه رسېدلو یو لامل په دغه ولایت کې د طالبانو پراخ شتون یاد کړ.

تېره ورځ د همدغه ولایت څخه راپور ورکړل شوی و، چې د پولیسو په لیکو کې کم عمره ماشومان شته، چې ډېری یې قومندانانو د جنسي غریزې د سړولو لپاره ساتلي دي.

روزګان: د طالبانو پر ضد جنګیدونکي دولتي سرتېري ډېری کم عمره ماشومان دي

امریکا او نړیوال ملګري یې له افغانستان سره ډېره مرسته د امنیتي ځواکونو په تجهیز او سمبالولو لګوي؛ خو همدغه سرتېرو ته په میاشتو میاشتو خواړه او اوبه نه ورسېږي.

د روانې میاشتې په سر کې له کونړ هم ورته راپور ورکړل شوی و، چې سرحدي ځواکونو ته له یوې میاشتې خوراکي توکي نه دي ورسېدلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د