نړۍ

د وزيرستان ملکي خلک د پوځيانو له کړنو سر ټکوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د شمالي وزيرستان ځينې اوسېدونکي وايي، چې د پاکستان پوځيان د هغو کړنو له امله دوی ته سزا ورکوي، چې د دوی په هېڅ ګناه نه وي.

د شمال وزيرستان اوسېدونکي وايي، که په کومه سيمه کې چاودنه يا وسله وال بريد وشي، سزا يې دوی ته ورکول کيږي.

په ټولنيزو رسنيو کې هم د وزيرستان يو شمېر سياسي او ټولنيزو مخورو څېرو ويلي، چې له چاودنې او بريد وروسته پوځيان د سيمې خلک له کورونو وباسي، له سپکاوي ډک چلند ورسره کوي او له هرې چاودنې او بريد وروسته د سيمې خلک نيسي.

په وزيرستان کې د پوځي عملياتو له امله د دغې سيمې له لس لکو زيات خلک بې کوره شوي وو، چې اوس ورو ورو بېرته خپلو سيمو ته ستنيږي، خو ډېری وزيرستانيان د پوځيانو له کړنو شکايتونه کوي.

څه موده وړاندې هم د وزيرستان اوسېدونکو ويلي و، چې پوځيان يې په امنيتي پوستو د ښځو پېژندپاڼې غواړي، د نه لرلو له امله يې ځوروي او د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

د وزیرستان قومي مشرانو ويلي، چې د قبايلي سیمو ډېری ښځې پېژنپاڼې يا شناختي کارډونه نه لري او غوښتنه يې کړې وه، چې حکومت بايد د دغې ستونزې د له منځه وړلو لپاره سيمې ته د پېژندپاڼو د وېش ګرځنده دفترونه ولېږدوي.

د پاکستان د بشري حقونو پخواني مشر او د ملي عوامي ګوند مرکزي مشر سناتور افراسیاپ خټک هم په خپل ټويټ کې له وزيرستانيانو سره د پوځ کړنې د هغوی سپکاوی بللی دی.

افراسياپ ويلي: «د وزیرستان خلک لومړی د پوځي عملياتو له امله بې کوره شول او اوس يې سپکاوی کيږي.»

د وزيرستان يو شمېر اوسېدونکو او د ټولنيزو شبکو فعالانو هم د پوځ پر کړنو نيوکې کړي او زياتوي، چې له چاودنو وروسته ملکي خلک ځورول کېږي، نيول کېږي او پر ګرځېدو هم بنديزونه لګول کېږي.

د محس په نوم د شمالي وزيرستان د درپه خېلو يوه اوسېدونکي رسنيو ته ويلي، چې څو ورځې وړاندې په ميرانشاه کې د پوځيانو پر پوسته چاودنه وشوه، چې له امله يې پوځيانو د مشرانو او سپين ږيرو په ګډون د سيمې خلک له کورونو وويستل، ټوله شپه يې يخ کې درولي وو او غوښتنه يې ترې کوله، چې بايد د چاودنې عاملين او بريدګر ورته وسپاري.

محسن خان، چې مدافع وکيل او د ځوانانو د يوې ټولنې مشر دی، رسنيو ته ويلي، چې دوی په وزيرستان کې د پوځ د قربانيو درناوی کوي، پر دوی بریدونه غندي، خو په ورته وخت کې دا غوښتنه هم کوي، چې پوځي چارواکي دې له خلکو سره له سپک او ناوړه چلنده ډډه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x