افغانستان

ویکیپيډیا: افغانستان د اسرائیل سره غیر رسمي اړیکې لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): افغانستان یو له هغو اسلامي هیوادونو څخه بلل کیږي چې تر اوسه یې په رسمي ډول د یهودانو استعماري دولت «اسرائیل» په رسمیت نه دی پيژندلی، خو د ویکیپيډیا پوهنغونډ (وېب پاڼې) په وینا دغه هیواد د اسرائیل پاسپورټونه د سفر لپاره مني او همدارنګه په ازبکستان کې د اسرائیلي سفارت له لاري غیر رسمي دیپلوماتیکي اړیکې ورسره پالي.

ازبکستان یو له هغو اسلامي هیوادونو څخه دی چې اسرائیل یې په رسمیت پيژندلی دی او سفارتونه سره لري.

په ویکیپيډیا پاڼه کې د هغو هیوادونو لیست خپور شوی چې د اسرائیل سره اړیکي لري او یا یې تر اوسه دغه هیواد په رسمیت نه دی پيژندلی.

په دغه لیست کې افغانستان ته په اشاره ویل شوي چې تر اوسه یې د اسرائیل سره رسمي اړیکې نه دي جوړي کړي، خو په عین حال کې بیا ویل شوي چې افغانستان د اسرائیل پاسپورټ مني، او زیاتوي چې د ازبکستان په پلازمینه تاشقند کې اسرائیلي سفارت له لوري د دواړو هیوادونو ترمینځ غیر رسمي اړیکي پالل کیږي.

د افغانستان په پخوانیو او نویو الیکتروني پاسپورټونو کې هم داسي څه نشته چې له مخې يې اسرائیل ته پر تګ باندي بندیز وي، چې په دې ډول افغان پاسپورټ لرونکی کولای شي چې د اسرائیل په نامه هیواد ته سفر وکړي.

باید وویل شي چې د اسرائیل یهودي اوسیدونکي اکثره دوه تابعیتونه لري، ځکه چې اکثره یې د غربي هیوادونو څخه فلسطین ته کډه شوي دي او د دغه هیواد مسلمان فلسطینیان یې له خپلو ځمکو شړلي او خپله اباد شوي دي، نو ځکه د اسرائیل تابعیت لرونکي کولای شي چې د خپل دوهم تابعیت څخه په ګټې اخیستنې د افغانستان په شمول اسلامي هیوادونو ته سفر وکړي. په دې وروستیو کې یو سخت دریځی یهودی په خپل دوهم تابعیت سعودي ته تللی وو او د مدینې منورې په نبوي مسجد کې یې انځورونه اخیستي وو.

ایا اسرائیلی د افغانستان ویزه اخیستلای شي؟

تر اوسه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او په بهر کې افغان سفارتونو په دې اړه هیڅ وضاحت نه دی ورکړی. خو په ویکیپيډیا کې په مکرر ډول واضحه لیکل شوي چې د یهودي دولت (اسرائیل) پاسپورټ د افغانستان د حکومت له خوا منل کیږي.

په تاریخي لحاظ:

د افغانستان او اسرائیل تر منځ د اړیکو په صفحه کې ویکیپيډیا کې لیکل شوي چې اسرائیل یو د هغوی لومړنیو هیوادونو څخه وو چې پر افغانستان یې د روس یرغل وغانده او زیاته کړې یې ده چې د اسرائیل پوځي روزونکو په ځانګړي ډول د «حزب اسلامي» مجاهدینو ته په پاکستان کې روزنه ورکړې ده. په هغه وخت کې د اختر عبدالرحمن په نامه د آی ایس آی مشر اسرائیلي روزونکو ته اجازه ورکړې وه چې پاکستان ته ورشي.

په کال ۲۰۰۵ کې حامد کرزي د یوې اسرائیلۍ ورځپاڼې (يدیعوت احرنوت) سره په مرکه کې وویل چې د اسرائیلي سیاست مدار شمعون پیریز سره یې ډېر ځله لیدلي او هغه یې د سولې لپاره یو حقیقي جنګیالی او غیرت مند کس بللی وو.

شمعون پيریز په مکرر ډول د اسرائیل لومړی وزیر پاته شوی، او د اسرائیل د نهم رئیس په توګه یې هم دنده اجراء کړې ده.

نوموړي همداراز ویلي وه که چیري فلسطین هیواد د تفاهم په صورت کې را منځته شي، افغانستان به په ډېره خوښۍ د اسرائیل سره بشپړې اړیکې فعاله کړي.

د خبر اړوند سرچینې:

ویکپيډیا:

https://en.wikipedia.org/wiki/International_recognition_of_Israel

https://en.wikipedia.org/wiki/Israeli_passport

https://en.wikipedia.org/wiki/Afghanistan%E2%80%93Israel_relations

ویکپيډیا عربي لینک

په امریکا کې د افغانستان سفارت د ویزې تر لاسه کولو شرایط:

https://www.afghanembassy.us/consulate/visa/

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x