
د پاکستان د دفاع وزارت یو پلاوی کابل ته راغلی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، د پاکستان د فاع وزارت د اپراسیون رییس په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی او د دواړو هېوادونو ترمنځ به په یو لړ امنیتي مسئایلو خبرې اترې وکړي.
د وزیري په خبره، د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو ډېر تمرکز به د کرښې په دواړو خواوو کې د همغږۍ د مرکزونو په بېرته فعالولو وي.
دی وايي، نن به د افغانستان د دفاع وزارت د اپراسیون رییس د پاکستاني سیال سره غونډه ولري، چې دغه ډول غونډې د افغانستان، پاکستان او د ناټو د پرېکنده ملاتړ ماموریت د پخوانیو غونډو د لړۍ یوه بله کړۍ ده.
تېره اوونۍ افغان پلاوی اسلام اباد ته تللی او له پاکستانیو چارواکو سره یې په دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې وې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل ویلي وو، چې له افغان پلاوي سره یې هوکړه کړې، چې د دواړو هېوادونو په پوځي مرکزونو کې به د دواړو لوریو پوځي استازي ځای پرځای کېږي؛ خو دفاع وزارت ویاند د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند خبرې رد کړې وې.
افغان دولت له تېرو څو کلونو راهیسې له پاکستان غواړي چې په افغان سوله کې ورسره مرسته وکړي.