fbpx

اردوګان: که مو قدس له لاسه ووت، مکه او مدینه منوره به مو هم له لاسه ووزي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان تېره ورځ په یوه غونډه کې وویل چې د قدس شریف ساتنه که مو ونه کړای شوه، نو سبا به وار پر مدینې راځي، او که مو مدینه ونه ساتله، بیا به د مکې مکرمې او کعبې شریفي وار وي.

نوموړي دغه خبرې په استانبول کې یوې کلتورې غونډې ته په وینا کې وکړې.

نوموړي وویل چې د غرب لخوا پر منځني ختیځ یو نوی یرغل را روان دی، چې لومړی هدف یې قدس شریف وګرځېد او له دې وروسته به ټول مسلمانان هدف ګرځوي.

نوموړي وویل چې ترکیه به ددغه سي یوه برید او امریکايي پلانونو مخه نیسي او داسي ګامونه به اوچتوي چې د امریکا د وروستۍ پرېکړه بیرته اخیستلو لامل شي.

اردوګان همداراز وویل چې قدس شریف د ټولو مسلمانانو عزت او کرامت دی، مونږ او پر ټولو مسلمانانو فرض دي چې د الله تعالی د اوامرو او د نیکونو د امانت څخه دفاع وکړو.

باید وویل شي چې د روانې میاشتې دیسمبر پر ۶مه نیټه امریکايي ولسمشر ټرمپ قدس شریف ښار د اسرائیل ابدي پلازمینه وبلله او خپل د بهرنیو چارو وزارت ته یې امر وکړ چې سفارت دي ورته انتقال کړي.

د نوموړي د پرېکړې وروسته ټوله عالم اسلام او غربي هیوادونو د ټرمپ پرېکړه وغندله او دا یې د فلسطین او اسرائیل تر منځ سوله ییز بهیر ته یو لوی ګواښ وباله.

ترکیې سمدستي د اسلامي همکاریو سازمان یوه غونډه را وبلله چې په استانبول ښار کې تر سره شوه او په کښي د ۵۷ اسلامي هیوادونو ولسمشرانو او جګپوړو نمایندګانو ګډون کړی وو او پرېکړه وشوه چې د قدس شریف ختیځه برخه به د ټولو اسلامي هیوادونو له لوري د فلسطین د پلازمینې په توګه پيژندل کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د