fbpx

سعودي او مصر په ترکیه کې د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې ناکامولو هڅه کړې وه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د برتانیې خبرې وېب پاڼې میډل ایسټ آی ادعا کړې چې سعودي او مصر هڅه وکړه چې په ترکیه کې د بیت المقدس په ملاتړ را بلل شوې غونډه ناکامه کړي.

سرچینې ویلي چې سعودي او مصر خپل ملاتړي هیوادونه امارات او بحرین وهڅوله چې په دغه غونډه کې خپله نمایندګي په ډېره ټیټه کچه وکړي چې همداسي وشوه، یادو څلورو هیوادونو تر ټولو ټیټ رتبه استازي غونډې ته ور ولېږل او له بله اړخه یې د فلسطین په قضیه کې مهم دخیل هیواد اردن او د فلسطین ولسمشر محمود عباس باندي فشار وارد کړ تر څو په غونډه کې د ګډون څخه ډډه وکړي.

د سرچینې په وینا محمود عباس تر غونډې یوه ورځ مخکې مصر ته غوښتل شوی وو او بیا هلته ځینو دولتي رسنیو داسي راپورونه خپاره کړه چې ګواکي هغه ناروغ دی تر څو د غونډې څخه د غیر حاضرې مجوز ورته ولټوي. په ورته وخت کې د اردن پاچا عبدالله تر غونډې شپږ ساعته تر مخه په ریاض کې د سعودي چارواکو تر فشار لاندي وو تر څو ترکیې ته سفر ونه کړي، خو نوموړي هیڅ پروا ونه کړه او ترکیې ته یې ځان ورسوی. چېري چې د ورځپاڼې په وینا دواړو مشرانو د پخوا په پرتله د اسرائیل سره د اړیکو په ارتباط او راتلونکي جوړ جاړي په اړه واضحې او توندې خبرې وکړې.

ویب پاڼه زیاتوي چې دواړه مشران د اسرائیل، سعودي، مصر او امریکې تر منځ د فلسطین په اړه وروستیو بحثونو خفه کړې او داسي فکر کوي چې دوی په تاریکه کې ساتل کیږي او څلور سره هیوادونه پر خپل سر د فلسطین د راتلونکي په اړه پرېکړې کوي.

اردن د فلسطین ګاونډی هیواد دی چې زیات شمېر فلسطیني مهاجر په کښي اوسیږي او د اسرائیل سره د سولې تر یوې پرېکړې وروسته یې دغه هیواد په رسمیت پيژندلی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د