
ستړی ژوند
نظام کندهاری
نور نو له دې ستړي ژونده ستړی يم
هجره ! لا دې څومره پوروړی يم ؟
ته که عزرائيله راځې روح مې وړې
زه دې تر راتګ وړاندې لا مړی يم
ما ورته زخمونه د سينې شمېرل
ده ويل ارمان يم لا نيمګړى يم
ما ويل د يار غمه راسره دې يې
ده ويل زه دې هم د غاړې پړی يم
بيا مې ده توبه د سترګو جنګ نکړم
داسې د بڼو غشو مات کړی يم
روح اوتن مې ونيول کينسر د درد
څومره که پياوړی وم وُمړی يم
ډک چې په غزلو شي د خيال تالار
زه نظام د هغه محفل غړی يم