افغانستان

کابل: کيور روغتون کې يو ساتونکي درې بهرني ډاکتران وژلي

نن ټکی اسيا: د پلازمينې کابل لوديځ دارالامان کې يو امنيتي ساتونکي په کيور روغتون کې پر ډاکترانو ډزې کړي.
د ابتدايي راپورونو له مخې په دغو ډزو کې دوه بهرني ډاکتران وژل شوي او يو ټپي دی.
د کابل د پوليسو د شپږمې حوزې مسؤولين وايي، چې نن پنجشنبه شاوخوا لس نیمې بجې د ملي اردو يو غړي، چې د کيور روغتون ساتونکی هم دی، په دغه روغتون کې پر بهرنيو ډاکترانو ډزې کړې، چې دوه تنه يې وژل شوي او يو يې ټپي دی.
د شپږمې حوزې د پوليسو مشر وايي، چې بريدګر هم ځان پخپله ټپي کړی، ولې اوس د پوليسو په واک کې دی.
د کورنيو چارو وزارت هم د يادې پيښې پخلی کړی، ولې د مرګ ژوبلې په اړه يې څه ونه ويل.
د پيښې لامل او د وژل شويو کسانو هويت تر اوسه ندی په ډاګه شوی او امنيتي کسانو په دې اړه پلټنې پيل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x