تصویر؛ بدخشان کې طالب جنګیالي

مجاهد: د بدخشاني طالبانو ویډیو خپره کړه – ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلي یوه پیغام کې هغه ویډیو استولې چې په بدخشان ولایت کې ددوی جنګیالي انځوروي او د هغوی پر فعالیتونو باندي رڼا اچوي.

دغه ویډیو چې په دري ژبه ده، طالبان په کښي ادعا کوي چې د بدخشان ولایت اکثره سیمې ددوی تر واکمني لاندي دي او د دغه ولایت په ځینو بازارونو کې د وسلو او پوځي موټرو په ملتیا ګرځي.

په ویډیو کې د بدخشان والي مولوي فصیح الدین فطرت سره مرکه هم کیږي.

مولوي فصیح الدین وايي چې د منصوري عملیاتو په لړ کې یې زیاتي سیمې فتحه کړي او زیات وسایل او غنیمتونه په لاس ورغلي دي.

په ویډیو کې د یوه دوکاندار سره هم مرکه شوې او همداسي د وردوج ولسوالي په کلینک کې د یوه ډاکټر سره مرکه شوې چې هغه د دواو د کمښت څخه شکایت کوي او وايي چې حکومت په دې وجه چې دغه کلینک د طالبانو په ساحه کې دی، دواوي نه ور پریږدي.

ویډیو د طالبانو پر وېب پاڼې خپره شوې، لاندي يې کتلای شئ:

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د