د اسرائیلو ضد لاریون کې څلور فلسطينيان شهيدان او سلګونه نور ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري بیت المقدس د اسرائيلو پلازمېنې له پيژندلو دوه اونۍ وروسته هم د نورې نړۍ سربېره په فلسطين کې د اسرائيلو پر ضد لاريونونه روان دي او تېره ورځ د فلسطين په شلو ځایونو کې د اسرائيلو پر ضد لاريونونو کې لږ تر لږه څلور تنه شهيدان شوي او له نهه سوو زيات ټپيان دي.

عربي رسنيو هغه ويډيوګانې او انځورونه خپاره کړي، چې اسرائيلي یرغلګر پر سوله ييزو لاريونوالو اوښکې بهوونکي ګاز شيندي او ډزې پرې کوي.

د فلسطيني د روغتيا وزارت وايي، چې د اسرائيلي ښکېلاکګرو په ډزو څلور فلسطيني ځوانان شهيدان شوي او له نهه سوو زيات ټپيان شوي دي.

د فلسطين مرستندويه ډلې وايي، چې په غربي تراډه کې لږ تر لږه څلرويشت کسان په ډزو، پنځه اويا په پلاستيکي مرميو او ۲۲۷ په اوښکې بهوونکي ګاز ټپيان شوي دي.

همدارنګه د فلسطين شمالي سرحد او د غزې په لويديځه برخه کې د اسرائيلي يرغلګرو په ډزو لږ تر لږه ۸۹ کسان ټپيان شوي دي.

ځايي سرچينې وايي، چې قلنديا، رام الله، نابلس، خان يونس، بیره، خليلو طولکرم او نورو سيمو کې د اسرائيلو پر ضد پراخ لاريونونه شوي چې اسرائيلي يرغلګرو پرې ډزې کړي او اوښکې بهوونکي ګاز يې پرې شيندلی دی.

عربي رسنۍ وايي، چې د فلسطين په ګڼو برخو کې د جمعې له لمانځه وروسته له هر جومات څخه د اسرائیلو پر ضد لاريونونه شوي او د فلسطين سياسي ډلو هم د اسرائيلو په ملاتړ د امریکا پرېکړه غندلې او ټينګار يې کړی، چې بیت المقدس د مسلمانانو او فلسطينيانو خاوره ده او هېڅکله به په دې اړه د امریکا پرېکړه ونه مني.

د يادونې وړ ده، چې فلسطينيان په تشو لاسونو، پر ډبرو او ليندو د اسرائيلي ښکېلاکګرو پر وړاندې مقاومت کوي او اسرائيلي يرغلګر عسکر په هر ډول پرمختللو وسلو سمبال هره ورځ پر بې دفاع فلسطينيانو بريدونه کوي او هره ورځ لسګونه کسان ژوندي نيسي او ټپيان کوي يې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د