امنيت شورا سبا ته د بیت المقدس په اړه ځانګړې ناسته لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په ملګرو ملتونو کې د فلسطين استازي رياض منصور ويلي، چې امنيت شورا سبا ته د امریکا له لوري بیت المقدس د اسرائيلو پلازمېنې د پېژندلو په تړاو بېړنۍ غونډه راغوښتې ده.

ښاغلي منصور په نيويارک کې رسنيو ته ويلي، چې شونې ده امنيت شورا د ټرمپ پرېکړه په ژړ رنګ وليکي او د دې رنګ معنا همدا کېدای شي، چې د ټرمپ د پرېکړې په اړه تر راتلونکو څلورويشتو ساعتونو د رايې اچونې لپاره بحث کېدای شي.

د فلسطين سفير د امنيت شورا د کېدونکې غونډې په اړه ډېر وضاحت نه دی ورکړی او ټينګار يې کړی، چې په دې اړه لا هم سلا مشورې روانې دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روان دسمبر په شپږمه نېټه اعلان وکړ، چې بیت المقدس د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه پېژني او ژمنه يې وکړه، چې د امریکا سفارت به هم له تل ابیب څخه بیت المقدس ته ولېږدوي.

يو شمېر ډيپلوماټيکې سرچينې وايي، چې امنيت شورا د ټرمپ د پرېکړې پر ضد چمتووالی نیولی او تمه ده، چې د امنيت شورا ډېری غړي به د ټرمپ د پرېکړې پر ضد رايه ورکړي، خو هلته دا وېره هم شته، چې امریکا به د رايې اچونې له بهير سره مخالفت وکړي او د ويټو حق به وکاروي.

د ملګرو ملتونو په ګډون اروپايي هېوادونو او ټولو اسلامي هېوادونو د اسرائيلو په ملاتړ د ډونلډ ټرمپ پرېکړې سره مخالفت ښودلی او دغه پرېکړه يې غندلې ده.

وړمه ورځ د ترکيې په استانبول ښار کې هم د ترکيې په کوربه توب د اسلامي همکارۍ سرمشريزه کې د اسلامي هېوادونو چارواکو د ټرمپ له پرېکړې سره مخالفت ښکاره کړ او اعلان يې وکړ، چې د فلسطين دولت په رسميت پېژني او بیت المقدس يې د فلسطين د پلازمېنې په توګه اعلان کړ.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر ډونلډ ټرمپ توندې نيوکې کړي او هغه يې د اسرائيلي یرغلګرو په ملاتړ تورن کړی دی.

اردوغان ويلي، چې ټولې نړۍ د ټرمپ پرېکړه غندلې او يوازې د اسرائيلو ترهګر دولت يې هرکلی کړی دی.

د فلسطين ولسمشر محمود عباس هم د ټرمپ دغه پرېکړه ستر جرم بللی او ټينګار يې کړی، چې واشنګټن نور د سولې په برخه کې د دريمګړي رول نه شي ادا کولای.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د