افغانستان

ایا رشتیا هم طالبان د مخدره موادو فابریکې لري؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په دې وروستیو کې غربي رسنۍ د امریکايي ځواکونو مشر جنرال نیکولسن او افغان دولتي چارواکو له خولې په مکرر ډول داسي راپورونه ورکوي چې ګواکي د امریکايي الوتکو وروستۍ بمباري د طالبانو د مخدره موادو پر فابریکو کیږي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالیږلي خبرې پیغام کې هغه ادعاوي ټولې رد کړي دي.

نوموړي ویلي: «دامریکايي چارواکو هغه ادعاوې کاملا بې اساسه دي چې وايي اسلامي امارت دمخدره موادو فابریکې لري.

اسلامي امارت د مخدره موادو هيڅ کومه فابریکه نه لري اونه هم امریکايي ځواکونو په کوم ځای کې فابریکه له منځه وړې.

امریکایان په داسې ادعاوو سره په افغانستان کې خپل جنایات توجیه کوي.».

باید وویل شي چې امریکايي ځواکونو په دې وروستیو کې د بي ۵۲ او نورو پرمختللیو الوتکو په واسطه د هلمند ولایت په مختلفو ولسوالیو کې ولسي اهداف په نښه کړي او هغه یې دطالبانو د مخدره موادو فابریکې او یا زیرمتونونه بللي دي خو د طالبانو چارواکې د امریکایانو دغه ادعاوي په کلکه ردوي او وايي چې په ټولو بمباریو او چاپو کې تاوان ولس ته رسیدلی دی.

باید وویل شي چې د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د تاریاکو کاروبار په ولسي کچه کیږي چې هلمند په کښي مرکزي رول لري او دلته د اکثرو لویو کاروباریانو له لوري د هیریینو او نورو مخدره توکو د تولید فابریکې هم جوړي شوي دي.

د هلمند سیمه ییز خلک وايي چې د مخدره موادو قاچاقبران په لوړه کچه د دولتي چارواکو او طالبانو سره پر یوه مهال تودې اړیکې ساتي تر څو هر لوري ته خپل مفادات خوندي کړي، ځکه نو هغوی یوازي پر طالبانو تړل د حقیقت څخه لیري خبره ده او بیا هم دغه غټ چاقاقبران د خپلو اړیکو په واسطه د هر رنګه عملیاتو څخه خوندي وي، یوازي د ټیټې کچې کاروباریان د امریکايي او دولتي چاپو قرباني ګرځي.

د نن ټکی اسیا ته د چارو یوه کاپوه د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د مخدره موادو پر ضد د امریکایانو عملیاتي کمپاین به ولس او طالبان نور هم سره نیژدې کړي، ځکه چې د امریکایانو له لوري هر څومره ولس ازارول کیږي هغومره د طالبانو ملاتړي زیاتیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x