افغانستان

عبدالله اتیا سلنه پایلو کې لا هم مخکښ دی

نن‌ټکی‌اسیا: د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن مازیګر (غوايي ۴مه) د ۸۲،۵۹ شمېرل شوو رایو پایلې اعلان کړې. په وروستیو پایلو کې عبدالله عبدالله د (۲۵۶۴۲۸۴) رایو په ترلاسه کولو چې ۴۳،۸ سلنه کېږي لا هم مخکښ دی. ورپسې اشرف غني احمدزی د (۱۹۲۸۹۵۳) رایو په ترلاسه کولو چې ۳۲،۹ سلنه کېږي دویم دی.

د کمېسیون رئیس، یوسف نورستاني په همدې مناسبت خبري ناستې ته وویل

، چې دا بهیر شفاف دی او هغوی ژمن دي چې د خلکو امانت له خیانت پرته امانتدار ته ورسوي.

د رئیس په وینا، د ۱۷۱۹ محلونو رايې په رسمي ډول څېړنو ته او د ۷۸۹محلونو رایې بیا شمېرلو ته تللي دي، چې له دغو رایو شمېرنو سره به د رایو شمېر سل په سله شي، چې د شنبې پر ورځ به اعلان شي.

له دې وړاندې کمېسیون ویلي و، چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د غوايي پر ۴مه اعلان کړي؛ مګر د «یو شمېر» دلایلو پر بنسټ یوازې له اتیا سلنه پورته رایو پایلې اعلان شوې.

دویم پړاو

ښاغلي نورستاني وویل، چې ډېر احتمال شته چې ټاکنې دوم پړاو ته یوړل شي. ده زیاته کړه: «په دې اړه چې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي کنه، شک لرم».

د دغو پایلو پر بنسټ، زلمي رسول ۶۵۱۱۶رایې (۱۱،۱) سلنه، عبدرب الرسول سیاف ۴۰۹۸۷۹رایې (۷)سلنه، قطب الدین هلال ۱۶۵۵۶۷رايې (۲،۸)سلنه، ګل آغاشېرزي ۹۶۴۰۷رایې (۲،۸) سلنه، داوود سلطانزوی ۲۷۳۱۲رايې (۰،۵) سلنه او هدایت امین ارسلا ۱۳۷۲۴رابې (۰،۲) سلنه ترلاسه کړي او اتم مقام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x