افغانستان

ننګرهار: ګډو ځواکونو یوه مدرسه ویجاړه کړې، دوه زده کوونکي یې وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، چې تېره شپه «د میدان ځانګړې قطعې» د خوږیاڼیو ولسوالۍ په ټټنګ سیمه کې عملیات کړي، چې څلور طالبان یې وژلي او ۷ تنه شکمن کسان یې د څېړنو او پوښتنو په موخه له ځانونو سره وړي دي.

د ننګرهار د ولایت ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، په وژل شویو کې «دوه مهم طالب قومندانان» هم دي او ۷ نیول شویو شکمنو کسانو څخه پوښتنې روانې دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي، چې تېره شپه امریکايي او داخلي عسکرو په ګډه سره د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ ټټنګ سیمه کې یوه دیني مدرسه ویجاړه کړې، چې له امله یې ۲تنه د مدرسې زده کوونکي شهیدان شوي او ۹ نور زده کوونکي یې له ځانونو سره وړي دي.

مجاهد وايي، په وژل شویو کې یو کلیوال هم دی.

په روانه میاشت کې دا درېیم ځل دی، چې افغان ـ امریکايي عسکر پر دیني مدرسو چاپې اچوي او زده کوونکي یې شهیدانوي.

دوه اوونۍ وړاندې د میدان وردګ په نرخ ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د یوې دیني مدرسې ۲۵زده کوونکي شهیدان کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x