fbpx

غزل/ جانان خدرخېل

زۀ لۀ سکروټو نه جامې کوم، لمبې کومه

ځان سوځوم، ځانته ښېرې کوم، لمبې کومه

پۀ خپلو هیلو پنډې پنډې خاورې اړومه

د ارمانونو جنازې کوم، لمبې کومه

لکه سګرېټ لوګی مې خېږي د چا لاس کې یمه

لکه ډېوه داسې لمبې کوم، لمبې کومه

کله شاعر شم پۀ غزل مې د زړۀ غم سپکوم

کله مئین شمه ټپې کوم، لمبې کومه

اوف د چا یاده! نامراده او نامرده وینې!؟

چې ستا د لاسه شوګیرې کوم، لمبې کومه

دوزخي څنګه وي!؟ خو داسې وي دا زۀ چې یمه

تۀ ګورې نه!؟ تاته سجدې کوم، لمبې کومه

عجیبه تاو دی “خدرخېله” زیاتې اور اخلمه

چې خولۀ پۀ خولۀ درته ګیلې کوم، لمبې کومه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د