شعـــــرونه

غزل/ جمال ثاقب

راټول کړي دې حواس ونیسه پیره!

خطره ده، په زړه لاس ونیسه پیره!

د چنار خبرې ټولې خلکو وکړې

زرزري وزرې پاس ونیسه پیره!

د کابل د نجونو مړي بې پردې شول

بند و بست یې د لباس ونیسه پیره!

هله، ژر د ښاپېرۍ ورغوی خلاص کړه

دا زما د زړه آلماس ونیسه پیره!

د جمال سپېرې سندرې مې راوړې

بس خو ته یې په اخلاص ونیسه پیره!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x