نړۍ

اسراييلو فلسطين سره مذاکرات وځنډول

نن ټکی اسيا: فلسطين د دو مهمو فلسطيني ډلو الفتح او حماس له اتحاده وروسته اسرييلو اعلان وکړ، چې فلسطين سره يې د خبرو اترو لړۍ وځنډوله.
نهه مياشتې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د فلسطيني چارواکو “الفتح ډلې” او اسراييلو تر منځ په سيمه کې د امنيت په موخه مذاکرات پيل کړي وو، اګر که راتلونکې اوونۍ د مذاکراتو ټاکلی وخت پای ته رسيده، خو دواړو خواوو اتفاق کړی و، چې د مذاکراتو لړۍ مخکې پسې غوځوي.

فلسطين کې د محمود عباس په مشرۍ الفتح او حماس ډلې تر منځ د سولې او اتحاد څخه وروسته اسراييلو اعلان وکړ، چې فلسطين سره يې د خبرو اترو لړۍ وځنډوله.
د حماس او الفتح اتحاد د اسراييلو غوسه راپارولې، د اسرييلو لومړي وزير بنجامين نتن ياهو په خپل توند غبرګون کې ويلي، چې محمود عباس دې موږ سره خبرې وکړي، يا حماس سره، دواړو سره خبرې اترې ناشونې دي.
تېره چهار شنبه فلسطين کې د محمود عباس په مشرۍ الفتح او مشهورې جهادي ډلې حماس ترمنځ له اوږدو خبرو اترو وروسته اعلان وشو، چې له دې وروسته الفتح او حماس د فلسطيني قضيې د حل و فصل په موخه اتحاد کړی دی.
په دغه تړون کې راغلي، چې پنځه مياشتې وروسته به ايتلافي حکومت جوړيږي او د فلسطيني پارلمان څخه د اعتماد اخيستو وروسته په دغه هيواد کې ټول ټاکنې کيږي.
د يادونې وړ ده، چې اسلامي نړۍ، په ځانګړې توګه فلسطيني ولس له ډېرې مودې په دغه هيواد کې د الفتح او حماس د يو ځاي کيدو په ارمان وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x