افغانستان

د برېښنايي پېژندپاڼو وېش روانه اوونۍ پلېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د وګړیو د ثبت ادارې مشر همایون محتاط وايي، ولسمشر غني ترې غوښتي چې روانه اوونۍ د نویو برېښنايي پېژندپاڼو وېش پیل کړي.

د نویو برېښنايي پېژندپاڼو پر سر لانجه له تېر یو کال راهیسې روانه ده؛ خو تراوسه دغه بهیر د ځینو ستونزو له امله نه دی پیل شوی.

دوه اوونۍ د وګړیو د ثبت ادارې ویلي وو، چې د کابل په شپږو برخو کې یې ازمايښتي وېش پیل کړی او په راتلونکې وخت کې به یې ټول هېواد ته وغځوي.

د محتاط په خبره، تمه ده روانه اوونۍ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ولسمشر، د هغه مرستیالان، اجراییه رییس او ځینې نور لوړ پوړي چارواکي دغه بهیر په رسمي ډول پیل کړي.

تېره میاشت ولسي جرګې په نویو برېښنايي پېژندپاڼو کې د اسلام او افغان کلمو ضد رایه ورکړه؛ خو مشرانو جرګې د ولسي جرګې کړې پرېکړه بېرته رد کړه او په نویو برېښنايي پېژندپاڼو کې د اسلام او افغان کلمې ځای شوې.

نوې برېښنايي پېژندپاڼې د راتلونکو ټاکنو لپاره هم مهمې ګڼل کېږي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړی، چې راتلونکې ټاکنې به د کاغذي پېژندپاڼو له مخې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x