افغانستان

فارياب: طالبانو دوه پوستې او د “بلوچ” سيمه نيولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د فارياب ولايت په شرين تګاب ولسوالۍ کې طالبانو په دولتي پوستو بريدونه کړي، په ترڅ کې يې دوه پوستې او د بلوچ سيمه نيولي دي.

د فراه يوې امنيتې سرچينې پژواک ته ويلي، په جګړه کې يواځې يو قوماندان وژل شوی ياده سيمه او دوه پوستې د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، دغه پوستې له تېرو څو مياشتو راهيسې د طالبانو له لوري کلابندې وې.

د فارياب د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد نعيم د طالبانو له لوري د يادې سيمې او دوه پوستو د نيولو خبر تاييدوي.

طالبانو د بريد مسئوليت منلی نن ټکی اسيا ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، د څلور ساعته جګړې په پايله کې يې درې پوستې له دولتي ځواکونو نيولي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، په جګړه کې قومندان “عبدالرحمن” وژل شوی، يو ميل وسله او په زياته اندازه پوځي توکي د طالبانو لاسته ورغلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x