ادبي لیکني

ژوند ادبي بهير خپلې اوونيزې ناستې جمعې ته کړې

ژوند ادبي بهير خپله شپږ اتيايمه اوونيزه ناسته د عبدالباسط اميرزوی په تلاوت او د اتل مشواڼي په وياندویۍ پيل کړه.

درتېرې ناستې راپور خوشال دراني ولوست، نقيب احمد عزيزي راپور وستايه، خو وړانديز يې وکړ، چې ادبي راپور بايد دومره لنډ نه شي.

ادريس وقارزي ويل، چې راپور ژورنالستيک راپور ته ورته و، ادبي راپور کې ژورناليستيکي کلمې خوند نه کوي.

ادبي درس نقيب احمد عزيزي (سبکي اندازونه) ولوست.

فريد الله اکاخېل وړانديز وکړ، که ادبي درس په شفاهي ډول وړاندې شي ښه به وي.

ارشاد رغاند ادبي درس خوښ کړ، موضوع يې جالبه؛ خو پېچلې ده، ده له خپل ليد لوري څخه بحث کړی ځينې داسې کلمې يې راوړې وې، چې د ليکنې رنګ يې پېکه کړی و. موږ په پښتنو ليکوالو کې ځينې داسې ليکوال لرو، چې خپل سبک لري. لکه استاد اسدالله غضنفر، حبيب الله تږی او سعدالدين شپون. اتل مشواڼي د هغو شاعرانو يادونه وکړه، چې خپل سبک لري. حمزه بابا، خوشال خا ن خټک او غني خان.

خوشال دراني ادبي درس خوښ کړ، د سبک له پاره يې نوې پېژندې رواړې وې، چې دا د ليکوال ښه ځانګړنه ده؛ ځکه موږ لا اوس هم په پخوانيو پېژاندو باندې تکيه کوو.

کره کتنې ته د خوشال دراني يوه ليکنه(زموږ ناسم تعبيرونه) تر سرليک لاندې د ملګرو مخې ته کېښودل شوه.

رحمت الله حکيمي ليکنه خوښه کړه، ده ويل که داسې ليکنې وشي زموږ به ډېری بد دودونه، چې موږ ته واړه ښکاري حل شي.

نقيب احمد عزيزي په ليکنه کې د تکراري تورو له کارولو سره جوړ نه و، عبدالباسط اميرزوی وړانديز وکړ، ليکوال بايد له احساساتو کار وانه خلي، هر څه په مستنده توګه وړاندې کړي.

ارشاد رغاند يې عنوان خوښ کړ، داسې ليکنو ته بايد داسې عناوين غوره شي، خو موږ هر څه ته بايد له ايډيالوژيک نظره ونه ګورو.

په کره کتنه ښه اوږد بحث وشو، ټولو په يوه خوله ليکنه خوښه کړه.

وروسته ازاده مشاعره وشوه، چې هر شاعر پکې د خپلو احساساتو اظهار وکړ.

استاد رحمت الله حکيمي وړانديز وکړ، چې د ادبياتو د پوهنځي د دېوالي جريدې (روښان) مطالب بايد هره اونۍ بدل شي، که د بهير د يو ملګري سميع الله مجاهد پر کتابونو مخکتنه هم وکړئ، ښه به وي.

د غونډې ارزونه ارشاد رغاند وکړه، ده وويل زيات خوښ يم، چې له څومياشتو وروسته د ژوند ادبي بهير په غونډه کې ګډون کوم، ده د بهير غونډې په ټول افغانستان کې بې سارې وګڼلې او د ادبياتو د پوهنځي زده کوونکوته يې ډېرې اړينې وبللې.

وروسته پرېکړه وشوه، چې له دې وروسته به د ژوند ادبي بهير غونډې د جمعې په ورځ کېږي.

راتلونکې ناستې ته هلال عاجز د ادبي درس، سباوون خاموش د ځانګړې موضوع او کره کتنې ته عبدالباسط اميرزوی د څه راوړلو ژمنې وکړې.

غونډه په دعايه پای ته ورسېده.

خوشال درانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x