افغانستان

امریکا د دولتي ځواکونو په لاس د کلاشنکوف پر ځای امریکايي توپکونه ورکوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لافروف د دغه هیواد پارلمان ته په وینا کې ویلي چې امریکا د روسي کلاشنکوفونو پر ځای افغان دولتي ځواکونو ته امریکايي ماشینونه ورکوي.

د روسي خبرې اژانس «ټاس» د راپور سره سم نوموړي دغه معلومات هغه مهال ورکړه کله چې د روسیې په پارلمان کې ورڅخه پوښتل شول چې د روسیې له لوري افغان حکومت ته د مرستې ۵۰ زره کلاشینکوفونو او مرمیو برخلیک څرنګه شو او چاته وسپارل شول.

نوموړي وویل چې مونږ به د افغان حکومت څخه پوښتنه وکړو، خو دا پوښتنه هم باید وشي چې ولي د افغان ځواکونو روسي جوړ کلاشنکوفونه په امریکايي توپکونو بدلیږي، په داسي حال کې چې هغوی د کلاشنکفونو سره اشنا دي.

تر اوسه په دې اړه امریکايي او دولتي ځواکونو څه نه دي ویلي چې ایا رشتیا هم دولتي ځواکونو ته د روسي کلاشنکوفونو پر ځای امریکايي توپکونه ورکول کیږي او کنه؟ خو ددې تر مخه امریکا د دولتي ځواکونو روسي جوړ چورلکې په په امریکايی چورلکو بدلې کړي وې.

باید وویل شي چې د افغانستان د دولتي ځواکونو ټول نظامي، عملیاتي مصارف او معاشونه د امریکا او ناټو هیوادونو له لوري ورکول کیږي، ځکه یې نو د کارپوهانو په نظر اختیار هم تر ډېره د هغوی په لاس کې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x