افغانستان

ولسي جرګې د بهرنیو پروازونو په اړه د ولسمشر فرمان تصویب کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د بهرنیو پروازونو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان تصویب کړ.

دغه فرمان چې په څلورو فصلونو او ۲۷ مادو کې برابر شوی، د کابینې له تایید وروسته تر عدلیې وزارت تېر او ولسي جرګې ته د تصویب لپاره وړاندې شوی و.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي وویل، په دې فرمان کې د بهرنیو پوځي الوتکو او چورلکو د خپل سري الوت، ملي امنیت او فضايي حريم اړوند موضوعات روښانه شوي دي.

د ولسي جرګې د غړو له څرګندونو برېښي، چې دوی د ناټو تر چوکاټ لاندې د پوځي الوتکو او چورلکو خپل سرې الوتنه پردۍ الوتنې نه بولي او اجازې ته يې اړتیا نه لري.

وړاندې تر دې داسې خبرونه خپاره شول چې په ځينو سیمو کې نامعلومو چورلکو ځينې وسله والو په تېره داعشي ډلګۍ ته وسلې او مهمات ښکته کړي دي.

د روان کال په زمري میاشت کې د لوګر په ازره ولسوالۍ کې د یوې پاکستانۍ چورلکې د سقوط خبر ورکړل شو، چې د دفاع وزارت مسوولینو يې په اړه مبهمې څرګندونې وکړي.

د چارو کارپوه باري عارض ازادۍ راډيو ته په خبرو کې ناټو هم د دې مسووله بللې چې له افغان حکومت سره په افغاني حریم کې د نورو هېوادونو د خپل سرو الوتنو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

ولسمشر په داسې حال کې د بهرنیو الوتنو د مخنیوي، څار او تنظیم اړوند فرمان صادروي، چې لاهم د هېواد د نړیوالو ډګرونو واک بهرنیان په لاس کې لري.

د روان میلادي کال په لومړۍ میاشت کې افغان حکومت اعلان وکړ چې د کابل نړیوال ډګر واک به دوی ته وسپارل شي او تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې به د کندهار، هرات او بلخ هوايي ډګرونو واک هم پخپل لاس کې واخلي.

په ورته وخت کې د هوايي چلند ادارې مسوولین وايي په هوايي ډګرونو کې به د رادارونو شمېر زیات کړي.

د دې ادارې مشر محمود شاه حبیبي په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل، تر اوسه د هېواد په بېلابېلو هوايي ډګرونو کې د غیر نظامي الوتنو د تشخیص لپاره تر زرو ډېر رادارونه نصب دي، خو دوی نیت لري چې لا يې هم شمېر لوړ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x