نظــر

ځوانانو! اسلام تر خپل ځان پورې مه محدودوئ

نصیب ځدراڼ

په ټولنیزو شبکو یا په عامو مجلسونو کې اکثر ځوانان لیدل کېږي چې په هغو اسلامپالو انتقادونه کوي کوم چې د دوی څانګې یا د ډلې نه وي، مثلاً تبلیغیان مجاهدینو ته د تبلیغ لار ور ښایي او مجاهد بیا په تبلیغیانو انتقاد کوي چې دوی جهاد ولې نه کوي. ډېر بیا د قلم خاوندانو او سیاسي فعالان ته پېغور ورکوي چې دوی دې ټوپک ته لاس کړي همداسې سیاسي فعالان او د قلم خاوندان بیا خپل قلم، کامره او سټیج په هر څه غوره ګڼي.

یو حقیقت د مدرسې د طالبانو او مکتب او پوهنتون د محصلینو تر منځ لویه فاصله ده. دواړه به اسلامپال دي، نظریه به یې هم یوه وي خو له یو او بل سره به په دې اختلاف لري چې ته محصل یا طالب ولې نه وي. عجیبه خو دا د چې اکثر بیا تجارانو ته په سپکه سترګه ګوري وایي چې د نن سبا حالات ګوره او ده ته ګوره چې په کاروبار پسې ورک یې.

زموږ لپاره تر ټولو بهترینه نمونه زموږ نبي اکرم صلی الله علیه واله وسلم ذات دی. زموږ پیغمبر صلی الله علیه واله هم مجاهد، هم تاجر، هم مبلغ، هم معلم نبي وو. زموږ نبي کریم صلی الله علیه وسلم یو مجاهد نبي وو. په اُحد کې یې خپل غاښونه شهیدان شول، په غزوه خندق کې یې د نورو صحابه کرامو سره یو ځای په خندق جوړولو کې برخه واخیسته یا یې په غزوه بدر کې د کفارو په قافلې د تعرض لپاره صحابه کرام رضي الله عنهم راټول کړل او د کامیابۍ لپاره یې لاسونه لپه کړل.

همداسې یې په درالصفاء کې د صحابه کرامو (رض) ته د یوه معلم په حیث درس ورکاوه. د بدر بندیان په دې شرط آزاد شول چې مسلمانانو ته به لیک لوست زده کوي. په تجارت کې یې په عربو کې د صادق او امین لقب ګټلی و.

تبلیغ یې چې کولو نو بوټان یې له وینو ډک شول خو صبر یي وکړ.کله چې په غلا تورنه یوه ښځه ورته راوستل شوه نو د یوه قاضي په حیث یې وویل چې که نن د دې پر ځای زما لُور فاطمه(رض) وی هم نو لاس به یې پرې کېدلو.

د یو څو مثالو مقصد مې دا وو چې د مسلمان په حیث که د خپل پیغمبر (صلی الله علیه واله وسلم) او صحابه کرامو ژوند مطالعه کړو؛ نو د ژوند په هر ډګر کې به ځان ته لارښوونه په‌ کې پیدا کړو.

په اوسني عصر کې که د ټرمپ د وحشي عسکرو په مقابل کې هغو ځوانانو ته ضرورت لرو څوک چې په بارودي جامو کې ګرځي، د کفارو مرکزونه په خپل موټر بمونو له منځه وړي، چا چې د خپلو وینو په ډیوو د اسلام نوم ته رڼا ورکړې او د چا د قربانیو له برکته زموږ له وطن نه د ناټو د اشغال ټغر په ټولیدو دی. د جهاد، مجاهدینو او شهیدانو احسان دی چې ۱۶ کاله وروسته اوباما اعلان کوي چې موږ (سره د ۴۸ هېوادونو) ناکام شوو. نو داسې انجینرانو ته هم سخت ضرورت لرو چې د کفارو د ټیکنالوجۍ په مقابل کې ټیکنالوجي او مهمات جوړه کړي. داسې سیاسي مشرانو ته هم ضرورت لرو چې سیاسي پوهه ولري، ورسره په ډېرو ژبو کې مهارت ولري او د نړیوالو د سترګو سره سترګې وجنګوي. د الجزایر د حمزه شهید غوندې هیکرانو ته ضرورت لرو چې د اسرائیلو بانکونه یې هیک کړل او میلیونونه ډالر یې فلسطینیانو ته ورکړل. د خلیفه دین محمد، طارق جمیل، ذاکر نائیک غوندې مبلغینو ته ضرورت لرو تر څو چې زموږ کردار د صحابه کرامو (رض)غوندې جوړ شي او بیا کفارو ته هم ووایو چې راشئ زموږ غوندې شئ.

د نن سبا اکثر مسلمانان د اسلام د بنیادي احکامو نه نه دي خبر. د داسې خلکو لپاره تبلیغ بهترینه روانه مدرسه ده، ورسره یوه دیني ماحول کې د اوسېدلو بهترینه لار ده. ډېر ځوانان مو ولیدل چې د تبلیغ د برکت نه بدل شول او په ښه لاره روان شول. ډېر بې لارې خلک مو ولیدل چې د تصوف د لاري چې ژوند کې بدلون راغی او د شریعت په لار روان شول.

د حفظ او د دیني علومو د فضیلت نه هېڅ انکار نه‌شته. په هر وخت کې حافظانو او علماء کرامو د دین لپاره تر هر چا زیاته قربانې ورکړې ده. خو اسلام محصلینو ته هم ضرورت لري تر څو چې راتلونکي کې ترې یو ښه طبیب جوړ شي او د مسلمانانو خدمت وکړي، یو ښه اقتصاد پوه ترې جوړ شي چې اسلامي اقتصادي نظام په برخه کې د مسلمانانو خدمت وکړي، یو اسلام فکره پوځي جنرال ترې جوړ شي چې د کفارو پلانونه شنډ کړي، د پردیو پر ځای مسلمانان ته خدمت وکړي او د خپلو وطنوالو لپاره یو مضبوط او اسلام پال پوځ وروزي. یو داسې ساینس پوه ترې جوړ شي چې د اسلام د سر لوړۍ فکر ورسره وي. د یوې ادارې د مختلفو څانګو غوندې اسلام هم څانګې لري.

هر یو باید په خپله برخه کې خدمت وکړو. د بلې څانګې مسلمانان تشویق کړو او تر خپل وس همکارې ورسره وکړو.

د مسلمانانو د نن سبا د مظلوم حال علت همدا دی چې کفارو په ډلو وېشلي یو او نجس واکمنان یې راباندې مسلط کړي دي. د اسرائیل نه په شاوخوا کې ۱۲ اسلامي هیوادونه پراته دي او د ټولې نړۍ ۵۸ اسلامي هیوادونه دي خو دوي نشي کولای چې یواځي خپله اوله قبله بیت المقدس د اسرائیل د اشغال څخه آزاده کړي بالعکس اسرائیل د خپل شاوخوا کې پرتو ۱۲ هیوادونو سره د ۱۹۴۸ م کال راهسې ۵ جنګونه کړي او هر جنګ کې یي له دوی نه خاوره نیولې ده.

کله مو په دې فکر کړی چې د مسلمان هېوادونو اکثر ولس په نړۍ کې د خپلو مظلومو مسلمانو وروڼو لپاره زړه کې درد لري؛ خو د مظاهرو او اوښکو تویولو نه بغیر دوی بل څه نه ‌شي کولی. کله برما ته ژاړي، کله په افغانستان، عراق او شام اوښکې تویوي، کله د بیت المقدس لپاره مظاهرې کوي خو عملاً هېڅ نه‌شي کولی؟

علت یي د اسلامپالو ډلو او ولس بې اتفاقي ده. زموږ سیاستمداران، دولتي چارواکي، نظامي مشران یوازې هغه کارونه کوي خپل بانکونه ورباندې ډک کړي. د خپلې چوکۍ او عیش او عشرت ژوند ته دوام ورکړي. د اسلامي هېوادونو واکمني د سېکولرو یا هغو خلکو په لاس کې ده چې تش په نامه مسلمانان بلل کېږي. اسلامپال ولس په مختلفو ډلو ویشل شوی او د دُښمن او خپل اصلي هدف پر ځای خپلو ملګرو ته د رقیبانو په نظر ګوري. که دوی ټول سره یو ځای شی نو هېڅوک نه‌شي کولی چې د دوی د خواهشاتو خلاف په دوی واکمني وکړي.

اسلام د یو قوم، یو هېواد یا د یوې ډلې دین نه دی؛ اسلام یو نړیوال دین دی باید د یوه نړیوال ملت په حیث ځان ته وګورو نه یوې ډلې پوري مربوط د یو شخص په نظر ځان شمار کړو او په خپل ځان ېي ختمه کړو.او د نورو سره بي ځایه حسد وکړو.

الله تعالی دې مسلمانان په هغه لار روان کړي چې د الله تعالی د رضا، په دنیا کې د اسلام د سر لوړۍ او آخرت کې د کامیابۍ لار وي. آمین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x