د ملي امنیت له لوري د انتظار خادم نیونې غبرګونونه راپارولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): وروسته له هغه چې د سیاسي چارو د کارپوه انتظار خادم د نیونې خبر افشا شوی، خواله رسنیو کې يې د خوشي کېدو غږ پورته شوی دی.

انتظار خادم، چې د ګډحکومت پیاوړی منتقد پاتې شوی، دوه ورځې وړاندې د ملي امنیت ادارې له لوري نیول شوی او د نږدې ملګرو په وینا يې تر اوسه يې د نیولو علت نه دی په ډاګه شوی.

د حمید عزیزي په نوم یو تن پخپله فیسبوک پاڼه د نوموړي د نیونې په علت نه ښودلو خواشیني ښکاره کړې، د هغه په خبره خادم یو لیکوال ځوان دی، امنیتي ځواکونو که نور هیڅ نه کولی حد اقل يې باید د هغه کورنۍ خبره کړې وای او د نیولو دلیل يې ښوودلی وای.

محمد سنګر امیرزاده بیا د خادم نیونه یوه دسیسه او فتنه بولي او لیکي: «انتظار خادم لیکوال او سیاسي فعال چې د حکومت چارې يې نقدولې په تېره يې پر اشرف غني توندې نیوکې درلودې، د ملي امنیت له لوري غیر قانوني په دسیسه او فتنې سره نیول شوی دی.»

لیکوال او سیاسي کارپوه انجینر نظر محمد مطمئن هم د نوموړي پر نیولو خواشيني ښوودلې او له حکومته يې غوښتي چې خوشي يې کړي، نوموړی د خپلې تبصرې په یوه برخه حکومت د کارپوهانو پر وېرولو ملامت کړی او لیکلي يې دي:«موږ د ځوانو استعدادونو ، تحصیل لرونکو او سیاسي کار پوهانو ویرول او هیواد پریښودلو ته مجبوره کول یو بشپړ ناسم کار ګڼو، له حکومت څخه غواړو چې انتظار خادم خپلو بچو او کورنۍ ته وسپاري.»

خواله رسنیو کې فعال لیکوال ذاکر جلالي هم ورته نظر لري ځوان کدرونه يې تر «ترهې لاندې» بللي دي، هغه لیکي: «په دې جنګ ځپلي او دسیسو ترټلي ولس کې چې یو نیم لکه خادم، خوځنده قلم، لوړ منطق او د نظر خاوند ځوان سر راپورته کړي، هغه بیا د “اکاډیمیک” ولسمشر په واکمنۍ کې د کال سر او پای کې تر څار او ترهې لاندې وي. »

نوموړي هم د خادم د خوشي کېدو غوښتنه کړې او له حکومته يې د دا ډول چلند د پای ته رسولو هیله کړې:« په دې هیله چې ښاغلی خادم له خپلې کورنۍ سره یو ځای سي او حکومت هم نور دغه وړ پولیسي رویه پای ته ورسوي.»

د ملي یووالي حکومت په راتګ له دې وړاندې د سیاسي چارو نور پښتانه کارپوهان هم نیول شوي او ځورول شوي وو.

تېر کال قاضي محمد حسن حقیار او انجینر نظر محمد مطمئن هم حکومت نیولي وو او سږ کال یې یو ځل بیا نظر محمد مطمئن بندي کړ او دوه میاشتې بند یې پرې تېر کړ.

د ملي امنیت اړوند ادارو لاهم د ښاغلي خادم د نیولو په اړه څه نه دي ویلي، خو دې ادارې ته منسوبو شکمنو فیسبوکي پاڼو ښاغلی خادم د «بهرنیانو جاسوس» بللی او د ملي امنیت دا ګام يې ستایلی دی.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د