افغانستان

ایوبي: ولسمشر قومي او سمتي تعصب ته لمن وهي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی عبدالرحیم ایوبي وايي، ولسمشر په افغان ملت کې قومي او سمتي تعصب ته لمن وهي.

نوموړي د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې ولسمشر غني د «امریکا غلام» بللی او په هېواد کې تفرقه يې د ده کار ګڼلی دی.

ایوبي وویل، د امریکا يو غلام ولسمشر راځي او په موږ کې قومي او سمتي تعصب ته لمن وهي.

نوموړي پخپلو څرګندونو کې په خوست کې د حکمتیار څرګندونې هم ناسمې بللې او هغه يې د پښتنو استازی نه دی بللی.

ایوبي وايي حکمتیار ته احترام لرم، خو هغه د پښتنو استازولي نه شي کولی، په خوست کې د هغه څرګندونې د هغه «خپلې» وې.

په ولسي جرګه کې وروسته له هغه پر «تفرقه اچونه» بحث را وپاريد، چې ظاهر قدیر پکې په خوست کې د حکمتیار غونډې ته اشاره وکړه او ويې ویل حکومت د تفرقه اچوونکو غونډو مخه نه نیسي خو کندهار کې يې د دوی د غونډې د مخنیوي هڅه کوله.

نږدې دوه اوونۍ وړاندې کندهار کې د ګډ حکومت منتقدینو سیاستوالو او کارپوهانو غونډه وکړه چې پکې يې حکومت ته د خپل پرېکړه لیک د تطبیق لپاره دوه میاشتې وخت ورکړی و.

دوی په ټاکنیزو کمیسیونونو کې ژر بدلون غوښت او د روان وضعیت د سمون لپاره يې ځینې وړاندیزونه لرل.

ایوبي چې په ټاکنیزو ناندریو کې پخپله د ولسمشر غني سرسخت ملاتړی و، لومړی ځل دی چې په زغرده د امریکا لپاره د هغه پر غلامي اعتراف کوي او هغه د قومي او سمتي تعصب اچونې اصلي عامل بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمل

هغه ایوبی چه زه پیژنم یعنی د غلامی اداری په جلا جلا مرکو کی مو لیدلی ، د وطن ( د نجیب ګاو پرچمی ګوند ) غړی یی ځان معرفی کړو ، د دوه میلونو قاتل اوملحد نجیب ګاو ته یی د عزت او شهید نومونه یاد کړل . هو ، دغه برخه یی چه د غلامی اداری په ضد د طوطی په شان څه یادونه کوی په هغه وخت کی به د تقدیر او تمجید وړ وی چه د یوه افغان مسلمان په حیثیت یی دا ډول څرګندونی کولی ، د غلامی اداری غلامان د مقامونو او دالرو د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x