افغانستان

جوزجان :‌سیلابونو ۳۵ کسان مړه کړي

نن ټکی آسیا: له جوزجان ولایت څخه ترلاسه شوي راپورونه وایي، چې د دې ولایت په مرکز او څو ولسوالیو کې د پر له پسې ورښتونو او سیلابونو له کبله ۳۵ کسان مړه شوي.

د جوزجان ولایت چارواکي وايي، چې سیلابونو پر ځاني تلفاتو سربېره مالي تلفات هم اړولي، خو دم ګړۍ يې د کره شمېر په اړه څه نشي ویلای.
دوی وايي، چې سیمې ته یې مرستندویان استولي.

د جوزجان د والي ویاند عبدالمنان روفي وايي، چې سیلابونو د ولایت پر مرکز سربېره په قوش تپه او درز آب ولسوالیو کې لسګونو کورنیو ته زیانونه اړولي.

نوموړي وویل، چې تر اوسه پورې ۲۹ جسدونه له مرکز شبرغان او ۶ نور له قوش تپه ولسوالۍ څخه ترلاسه شوي او د نورو لټون روان دی. نوموړي ويره وښوده، چې ښایې مرګ ژوبله نوره هم لوړه شي.

ویل کېږي، چې تر اوسه یو شمېر نور کسان نادرکه هم دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x