شعـــــرونه

غزل – ښيرا

رحمت الله منیب
ـــــــــــــــــــ

په غم چې دي اخته کړمه په غـــــم دي رب اختــــــــه کړه
خوښي دي نصیب مه شه په مـــــاتم دي رب اختــــــه کړه

چې دم ، عـــــــــــــلاج دي نه وي په دردونو مبتــــــــلا یې
په نېښ د افعې مــــار او تور لــــــــړم دي رب اختــــه کړه

چې غوښي دي کې توی شي تش هـــــــــډونه دي پراته وي
په اور ددې دنیــــــــا او جهنـــــــم دي رب اختـــــــــــه کړه

چې پوست دي ټوله وروست شي تر والو د زړه دي لاړ شي
په داسي تېز تېزاب او تېز شبنـــــــم دی رب اختـــــــه کړه

منیب وایي که دغه ســــــوال مي رب را نه منظـــــور کړي
په درد د ټـــول وجــــود باندې هر دم دي رب اختــــــه کړه
ــــــــــــــــــــــــ
15/12/2017

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x