انتظار خادم، له درې ورځني زندان وروسته خوشي شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د سیاسی چارو کاروپوه انتظار خادم له درې ورځې زندان وروسته نن له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.

خادم چې وړمه ورځ د کابل هوايي ډګر کې د ملي امنیت له لوري ونیول شو، د هغه نږدې ملګرو يې په خواله رسنیو کې د خوشي کېدو خبر خپور کړی دی.

د ښاغلي خادم نیولو په خواله رسنیو کې پراخ غبرګونونه را وپارول او د حکومت له لوري د لیکوالو، سیاسي کارپوهانو او مبصرینو نیول د «ترهګرۍ» مترادف عمل ګڼل شوی و.

ښاغلي خادم په راډیويي او ټلویزوني خپرونو کې د ملي یووالي ځینې کارونه ننګولي وو.

د نوموړي «نړیوال سیاسي شطرنج» او «موږ ولې وبایلله؟» دوه کتابونه هم پښتو ته ژباړلي وو، چې په پراخه کچه پلورل شوي وو.

تر اوسه ملي امنیت د هغه د نیولو او بېرته خوشي کولو علتونه نه دي په ډاګه کړي او نه هم ښاغلي خادم خپلې څرګندونې رسنیزې کړې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د