
د ابو دجانة سماك بن خرشة (رضي الله عنه) څو کارنامې
م. عرفاني
د اسلام د ستر، قهرمان، مشهور، غازي، ابو دجانة سماك بن خرشة (رضي الله عنه) څو کارنامې:
ابو دجانة (رض) یو زړور سرتېری وو، د جنګ په وخت کې به یې کاږه واږه، متکبرانه قدمونه اخیستل، سره ټوټه به ورسره وه کله به چې د جنګ ډګر ته د مقابلې لپاره وتو نو سره ټوټه به یې له سره وتړله، معنی به یې دا وه چې تر مرګه به جنګېږي.
د اُحد د جنګ په ورځ چې د مسلمانانو صفونه ودرېدل رسول الله (صلی الله عليه و سلم) توره له تېکي ووېستله او ویې فرمايل چې د دې تورې حق به څوک پر ځای کړي؟ څو تنه اصحاب لکه هر یو (علي رض) زبیر بن عوام (رض) عمر بن خطاب (رض) او ځیني نور را پورته شول خو چاته یې ور نکړه په پای کې ابو دجانة (رض) راپورته او ویې فرمايل: چې د خدای رسوله د تورې حق څه شی دی؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل: چې تر هغو پورې پرې د دښمن مخونه و وهي چې توره کږه شي.
نو ابو دجانة سماك (رض) وویل زه به یې حق پر ځای کړم، رسول الله توره همده ته ورکړه کله یې چې توره تر لاسه کړه کاږه واږه قدمونه یې واخیستل نو رسول الله وفرمايل: د دښمن سره د مقابلې پرته بل هیڅ وخت الله جل جلاله دا وړ تلل نه خوښوي.
زبیر بن عوام (رض) وایي کله چې ما د رسول الله (ص) نه توره وغوښته ماته یې را نکړه زه لږ خفه غوندې شوم له ځان سره مې وویل ښه زه د رسول الله د ترور (صفیه) ځوی قریشي یم له هر چا وړاندې ورغلم د تورې غوښتنه مې ترې وکړه ماته یې را نکړه بلکې ابو دجانة ته یې ورکړه، نو زه به یې اوس څارم چې دې کې څه حکمت وو؟
هغه وو چې ما ابو دجانة څارۀ چې څه کوي، ومې لیده چې سره ټوټه یې له سرنه تاو کړه نو انصارو وویل چې هغه دی ابو دوجانة د مرګ رسۍ را وکښله.
ابو دجانة له سرې ټوټې سره په جنګ کې ورداخل شو او ویل یې ما سره د خرماګانو د باغ په لمن کې رسول الله وعده وکړه چې زه به د صفونو تر شا نه بلکې په خط اول کې به د خدای او رسول دښمن په توره وهم رښتیا هم ابو دوجانة په خورا میړانه د خدای د رسول توره استعمال هر کافر به یې چې تر لاس لاندې شو جهنم ته به یې لیږه.
ما په مشرکانو کې یو سړی ولیده چې زموږ هر زخمي به په لاس ورغی ژوندی به یې نه پرېښود، ما خدای ته سوال وکړ چې دا دواړه سره مخ کړه چې ګورم یو د بل سره نږدې اخیر لاس او ګرېوان شول مشرک پر ابو دجانة ګوزار وکړ، ابو دجانة د مشرک توره په ډال له ځان نه بچ کړه مشرک لا خپله توره بیا نه وه سمبال کړې چې ابو دجانة پرې وژونکې توره راپور ته او هملته یې پر زمکه خښ کړ.
کعب بن مالک (رض) وایې زه له مرکز څخه بیرون، را ووتم چې ګورم مشرکانو د شهیدانو پر غوږونو پرې کولو شروع کړې ده، وړاندې لاړم چې ګورم په زغرو کې نغښتی مشرک د شهیدانو په منځ کې تېرېږي په تکبر او غرور سره وایي د مېږیو په شان یې یو پر بل سرونه ایښي دي، لږ مې چې وړاندې وکتل نو په زغره کې نغښتی مسلمان مې ولید چې د مشرک د راتګ انتظار یې کاوو ماهم د همغه پر لور قدمونه واخیستل بیا ودرېدم تر څو مشرک او مسلمان په خپلو سترګو ښه وتلم نو ومې لیده چې کافر پرې غښتلی او په وسله سمبال بریښي هملته ودرېدم تر څو دواړه سره لاس او ګرېوان شول مسلمان پر کافر دومره تېز ګوزار وکړ چې کافر یې تر کوناټیو دوه پلې څېرې کړ، بیا یې مخ لوڅ کړ او ماته یې وویل کعبه څنګه راته ګورې؟ زه ابو دجانة یم.
ګران عرفاني صاحب سلامونه درته وايم هيله ده چي جوړ او روغ به یې . ستاسو له معلوماتو څخه مننه الله دې اجرونه درکړي خو ابودجانه رض په احد کې کارنامه نه ده ښکاره کړې بلکه په بدر کې یې ښکاره کړې شاید په دې يوه ځاي کې درنه دبدر پرځاي احد لیکل شوی وي او ددې بدر اتل او اصلي ګټونکی ابودجانه رض وو چي دنبي صلی الله علیه وسلم توره یې په اصل کې معجزه وه او د بدر جنګ مسلمانانو وګاټو لیکن داحد جنګ چي وو هغه بې له کومې نیتجې او بري پاي ته ورسیدو نه… نور لوستل »