kabul security

آسانه لار – لنډه کیسه

نصیب ځدراڼ

قوماندان چوکۍ کې ناست و، مخابره یي لاس کې نیولې وه، عسکرو موټر تالاشي کول.

د ژمي پیل و، عسکرو په دریشي باندې له پاسه ګرم کوټونه اغوستي وو. موټر به یې تالاشي کړ او سلام به یې ورته وکړ موټر به روان شو.

یو تور لینډ کروزر راغی عسکرو ورته د دریدلو اشاره وکړه، موټروان ښیښه ورته ښکته کړه عسکر ته یې غږ وکړ زر یې تالاشي کوه راباندې ناوخته کیږي

***

عسکرو تالاشي پیل کړه موټروان ورته وویل زر کوئ راباندې ناوخته کیږي وړاندې لرې ځم. عسکر ورته وایي لږ مهرباني وکړئ نور کار خلاص دی. یو عسکر غږ وکړ دا کڅوړو کې څه دي؟ موټروان غلی شو. تر څو یې قوماندان صیب ته غږ ور وکړ. قوماندان صیب راغی کڅوړه يې خلاصه کړله. دا خو نشه یي توکي دي دا دې چیرته بار کړي دي؟

موټروان سترګې ښکته واچولې قوماندان امر وکړ “وې تړئ او موټر پوستې ته راولئ”

***

پوسته کې قوماندان پوښتنه ترې وکړه ښه اوس وایه دا مال دې چیرته بار کړی ده؟

سړی غلی وو “وایي که درباندې وې وایم”؟

قوماندان صیب دا سترګې لږ راباندې خلاصې کړئ! قوماندان سترګې ورته خلاصې کړلې.

“قوماندان صیب زموږ خو دغه لار ده موږ د دلاور آغا نفر یو.

قوماندان نو بیا؟

نو دغومره مال نه دی داسې به وکړم دوه لکه روپۍ به درکړم نو کیسه به ختمه کړو.

قوماندان: دوه لکه؟

ته په دوه لکه ما اخلې؟

لیونی شوی یې؟

دومره مال دې بار کړی دی پوره څلور لکه به راکوې او بیا به ځې. او که بیا ځې راځې نو حال راکوه دغومره کیسه به نه خرابیږي. زموږ هم جنجالو ته له وسه نه کیږي.

***

قوماندان څلور لکه روپۍ واخیستې او موټر ته یې اجازه ورکړه سهار وختي موټر ښار ته داخل شو. یو څو ځوانان د یوه پلچک لاندې ناست وو، خیرنې جامې او خیرن ویښتان یې و، اورلګیت یې په لاس کې و، څه شي ته به یې اور ورکړ او ټول به ور نږدې شول، دا کم عمره عادي نشه یان وو، له ډېرو سړو نه ریږدیدل.اوس په ښار کې د دوی شمیر مخ په زیاتیدو وو، موټروان موسکی شو.

***

لږ وروسته بل موټر راغی موټروان ورته وویل مال دې وشمیره او پیسې راکړه او ژر کوه بیړه مې ده ډیره ښه لار مې پیدا کړې په ورځ کې به دوه ځله ځم راځم او بې شمیره مال به درته راوړم. بل نفر پیسې ورکړې، موټروان په شمارلو پیل وکړ او د فکر په زانګو کې یې ټال وواهه چې څومره آسانه لار مې پیدا کړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د