دیني، سیرت او تاریخ

پنځه فطري سنتونه

دکتور کفایت الله وردګ

۱. سنتی کول

۲. تر نو لاندې وېښته خریل

۳. د تخرګونو وېښته خریلی

۴. د برېتانو پرې کول

۵. نوکان پرې کول

دا ټول سنت دي د حضرت ابی هریره رضی الله عنه څخه روایت دی هغه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل : الفِطْرَةُ خَمْسٌ: الخِتَانُ، وَالاِسْتِحْدَادُ، وَنَتْفُ الإِبْطِ، وَقَصُّ الشَّارِبِ، وَتَقْلِيمُ الأَظْفَارِ. صحیح البخاری

ترجمه : فطري سنت پنځه دي سنت ګري ، تر نو لاندې وېښته خریل ، د تخرګونو وېښته پاکول ، د برېتانو پرې کول او نوکان پرې کول .

د سنتي وخت

ماشوم به څه وخت سنت کوي؟

پدې اړه خاص او معلوم وخت نه دی تعین شوی البته ځینې علماء کرام یې تر اوه کلنۍ وړاندې مستحب ګڼي لکن کله چې هلک دومره لوئیږي چې د هغه عورت ته کتل ناروا کیږي نو باید تردې وړاندې سنت کړل شي دا سنت ده.

د نوکانو اخیستلو وخت

نوکان باید دومره لوی نه کړل شي چې خیري پکې جمع شي او آخری حد یې څلوېښت ورځې دی د ابی دواد شریف حدیث دی لاندې یې ستاسې خدمت ته ډالی کوم په هغه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی چې باید تر څلويښتو ورځو زیات پرې نه ښودل شي .

نوکان په کومه ورځ واخلو؟

ددې لپاره ځینې خلک خاصې ورځې یادوي او په هغې ورځو باندې د نوکانو د اخیستلو لپاره د خاصو فایدو دعوه کوي او ددې لپاره حدیث وړاندې کوي علماوو په هغه حدیث نیوکې کړي دي او صحیح یې نه دی منلی البته ځینې علماء کرام فرمايي چې د جُمعې په ورځ یې اخیستل مستحب دي صرف ددې امله چې دا د مسلمانانو سره د ملاقات ورځ ده چې څومره انسان ځان پاکولی شي غوره ده .

د تخرګونو او شرم ګاه او بريتونو اخیستل په څومره وخت کې؟

ځینې خلک وایی چې تر څلوېښتو ورځو زیات شي نو مونځ ورسره نه کیږي ددې خبرې اصل نشته البته که په ویښتو کې خیری ټول شوي وي او څرمن ته اوبه نه ور پریږدي نو بیا مونځ ورسره نه کیږي او کنه نو د تخرګ د وېښتانو او مونځ نه کېدو څه تعلق سره نشته .

البته تر څلوېښتو ورځو مخکې یې خریل سنت دي حضرت انس رضی الله عنه فرمایی : وقت لنا في قص الشارب وتقليم الأظافر ونتف الإبط وحلق العانة ألا نترك أكثر من أربعين ليلة. صحیح مسلم

ترجمه : مونږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم وخت تعین کړو د برېتانو د خریلو ، د نوکانو د اخیستلو ، د تخرګونو د وېښتانو د خریلو ، تر نو لاندې د وېښتانو د خریلو لپاره چې باید تر څلوېښتو شپو یې وروسته نه کړو .

امام مناوی رحمه الله فرمایی : چې دا وخت د انساني حاجت له مخې ورکړل شوی دی او دا څلوېښت ورځې یې آخري حد دی غوره خبره داده چې په هفته کې یو ځل وکول شي نو په هفته کې یې کول د جُمعې په ورځ مستحب دی او که یې څوک په هفته کې یو ځل نشی کولی نو باید تر څلوېښتو ورځو یې بالکل وروسته نه کړي . فیض القدیر

یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x