ټولنیزه برخه

د خلکو استازیتوب دروند مسؤلیت

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې: دخلکو استازیتوب یا ملکي حق ده، او دخلکو له پاره ملک یا استازی ضروري ده، او ملکان یا استازي به په جهنم کې وي.

قال رسول الله صلي الله عليه وسلم:العرافة حق ، ولا بد للناس من عريف ، والعرفاء في النار . أخرجه ابوداو وأحمد.

عریف دیوه قوم یا یوې ډلي خلکو استازي یا ملک ته وایې، د رسول الله په زمانه کې به هم خلکو مختلف استازي یا ملکان لرل، چې د خلکو حالات او مشکلات به یې هغه ته رسول، داراز خلک باید خپل مشر، ملک یا استازی ولري چې د وخت حکومت ته د دوی ستونزې او غوښتنې ورسوي. لکه په حدیث کې راغلي: ولابد للناس من عریف.

په دې اړه بخاري په خپل صحیح کې یو باب هم ټاکلی ده، باب العرفاء للناس. په دې باب کې بخاري صحي حدیث راوړی ده او له هغه نه د ملک یا استازي ټاکل ثابتیږي. نو شرعاً ملک او استازی ټاکل ښه کار ده. او په دې حدیث کې هم ښکاره راغلي دي: ولابد للناس من عریف. یعني د خلکو له پاره ملک یا استازی ضروري ده.

د حدیث په وروستۍ جمله کې په قاطع ډول رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي: والعرفاء في النار. ملکان به په جهنم کې وي، د حدیثو مشهور شارح امام الطیبي رحمه الله وایې: دلته د ضمیر په ځای اسم ظاهر راوړل شوی ده، یعني په کار داسي وه: وهم في النار، دا ځکه چې د ملکي یا استازيتوب خطرناک والی څرګند کړل شي، دی وایې: ملکي او عرافة ډیر خطرناک کار ده که څوک سم او په عادلانه توګه دا کار تر سره نکړي هغوی د جهنم او عذاب مستحق دي.

په ټولیزه توګه ملکان او عرفاء سم نه چلیږې ناروا او ناسم کارونه کوي نو ځکه عام حکم شوی ده چې ملکان به په جهنم کې وي. طیبي وایې دلته استثناء مقدره ده یعني کوم ملکان چې سم کارونه کوي او پر عدل ولاړ وي له دې حکم نه هغوی وتلي او هغوی به په جهنم کې نه وي.

ابن الاثیر په النهایه کې د والعرفاء في النار په شرحه کې وایې: په دې قاطع امر سره د هر هغه کس ويرول مراد دي چې د واک چلولو کار ته وړاندي کیږې، ځکه په ټولیزه توګه په هر چارواکي پورې د خلکو کارونه تړلي وي او په هغو کې سم او عادلانه چلند ډیر ضروري او لازمي ده. او که څوک خپل مسؤلیت په سمه توګه تر سره نکړي هغه به په جهنم کې وي.

په دې حدیث او د هغه په تشریح کې د موجوده وخت ملکانو، خانانو، چارواکو او ولسي استازيو له پاره ډیر سخت حکم او تحذیر پروت ده، د دې بې وزله خلکو هر ډول استازی او نماینده په دې حکم کې را تلی شي، کوم خلک چې په دې لاره کې کاږه روان دي او د الله په مخلوق رحم نه کوي او په سمه توګه د هغوی استازیتوب او خدمت نه کوي هغوی به په جهنم کې وي. الله مو دي له جهنمه نجات په نصیب کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x