په نیم ملیارد خرڅه شوې لوحه - ویل کیږي چې د سعودي ولیعهد اخیستې

بُتان او معاصر عربي جاهلیت!

عبدالجبار مطمئن

کعبه مبارکه د حضرت ابراهیم خلیل الله د لاس نښه او پر ځمکه باندي تر ټولو مبارک ځاي دی. تاریخ لیکي چې کله حضرت ابراهیم علیه السلام د نمرود له اوره سالم ووت نو هغه یې نور وجود په خپل ښار کې نشو زغملاي، نو ځکه حضرت ابراهیم علیه السلام د هجرت لاره ونیول او د فلسطین اوسني سيمي ته مهاجر شو… او بیا له هغه ځايه د الله د تلپاتي کور (کعبي) د جوړولو په تکل د مکي وچې دښتي ته ولاړی او د خپل نازولي زوي حضرت اسماعیل علیه السلام په مرسته یې د یوازي یوه خداي جل جلاله د عبادت لپاره (کعبه مبارکه) بناء کړه…

خو د زمانو په تیریدو سره د مکي خلکو خپل پالونکی هیر کړ او د هغه د نازولي پيغمبر حضرت ابراهیم علیه السلام سپارښتني يې له پامه وغورځولي، هغوي نور د کعبي هومره خیال نه ساته لکه څنګه چې مخکني نسلونو به ساته. کلونه تير شول او د ابراهيمي دين پيروان د مکي په ښار کې په کمیدو سوه او ددين د دفاع لپاره خلک لږ سوه، د قربانۍ ځوانان په کمیدو وو او په عربو کې د ثروت او شهوت مینه زیاتیده… د څو سلیزو او لسيزو وروسته یو داسي کس د عربو مشرتابه ته ورسید چې د حضرت ابرهیم علیه السلام له دينه بلکل پردی وو او په ارزښت یې هیڅ نه پوهیده… هغه عمرو ابن لحی نومیده، هغه د خپل سوداګریز سفر په اوږدو کې د شام سیمي ته لاړ او هلته یې د بتانو خورا ډیري ستایني او صفتونه واوریدل…

هغه د بت سره مینه پیدا شوه او په خورا لوړ نرخ او غټ قیمت یې یو بُت رانیوه او په پوره ویاړ د حجاز په لور روان شو… هغه ددي بت ځاي د عربو د تمدن مرکز (مکه) غوره کړ او دا لمړئ ځل وو چې بت د حجاز دي سیمي ته راوړل شو…

د ابراهیمی دین امتیانو او د زماني ناتوانه دیندارو خلکو په غرو او دښتو کې د یوه سپیڅلي ذات عبادت کاوه، په زړونو کې به ایشیدل خو د عمرو ابن لحی له ډاره به یې هیڅ نه ویل… خو نسلونه چې نوي شوه نو بوتان هم تازه شوه، اضافه شوه، د قدر وړ شوه او د الله په کور ورننوتل!!! دا کلونه ډیر اوږده شوه او دا غمیزي دوام پیدا کړ…

بیا د نړۍ لایزاله خالق خپلو مخلوقاتو ته د مهربانۍ په نظر وکتل او خپل خوږ نبي جناب حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم یې د بتانو د عبادت ځاي په څنګ کې او د مکي په ښار کې پیدا کړ… دا داسي وخت وو چې ورقه بن نوفل غوندي موحدين او د یوه خداي بنده ګان او د حضرت ابراهیم علیه السلام پر دین ولاړ مؤمنان له کعبي بیخي بیګانه شوي وو او تري ليري شړل شوي وو…

بیا د الله جل جلاله دا محبوب رسول ته په څلویښت کلنۍ کې د پيغمبرۍ ستر مسئولیت وسپارل شو او هغه هم د حضرت ابراهیم علیه السلام د مبارک لاس نښانه (کعبه) په خپلو سترګو لیدل چې څومره غمجنه ده او له څومره کړاونو سره لاس او ګریوان ده!! هغه صلی الله علیه وسلم کلونه کلونه زیار وایست، هجرت یې وکړ، غزاګاني يې وکړي، خواږه ملګري او د کور غړي يې دلاسه ورکړه ترڅو د مکي فتحه یې ستر الله نصیب کړه او د حضرت ابراهیم خلیل الله یادګار یو ځل بیا د بوتانو له نجاسته پاک کړل شو…

د خوږ نبي صلی الله علیه وسلم دویم یار حضرت عمر رضی الله تعالی عنه په دي وتوانید ترڅو د مسلمانانو لمړۍ قبله (مسجد الاقصی- هغه چې آنحضرت صلی الله علیه وسلم ورته د اسراء په سفر راغلی او د معراج سفر ته تللی وو) د اسلام د خاوري برخه وګرځوي او د کفر لمنه تري ټوله کړي…

سلیزي او لسیزي تیري شوي او یو وار بیا د صلیبیانو نجس لاس تر بیت المقدسه راورسید او د څه کم سل کاله لپاره دا پاکه خاوره د ناپاکو په ولکه کې پاتي شوه خو بیا الله ج په امت کې یو بل غیرتمند بچی وزیږاوه او د خپل سپیڅلي کور بیت المقدس د خلاصون لامل یې وګرځاوه دا ستر شخصیت د قدس فاتح صلاح الدین ایوبی وو….

خو نن بیا د سلونو کلونو وروسته یووار بیا د تاریخ پاڼي په اوښتو دي او هره ورځ نوي غمونه د اسلامي نړۍ پر کور را نازلیږي، ځمکي لاندي کيږي، عزتونه پایماله کيږي، ویني توييږي، ښځي کونډي کېږي، یتيمان کړيږي، میندي بوريږي، خویندي د وړونو په غم کې ژړيږي، او د اسلامي او عربي نړۍ مشران لکه عمرو ابن لحی ددي په ځاي چې خپل دين ته پام وکړي، د اروپا په سفر ځي او د حضرت عیسی علیه السلام نقاشي (بت) په خورا ډیرو روپو اخلي!! دلته یو عجیب ورته والی موجود دی…

که د جاهليت عرب تاریخ کې د عمرو ابن لحي نوم د لمړي بُت راوړونکي په توګه لیکل شوی نو خاماخا به د معاصر عربي جاهلیت تاریخ کې د (محمد ابن سلمان) نوم جزیرة العرب ته د لمړي بُت راوړونکي په توګه لیکل کيږي.

تاریخ به داهم وليکي چې د سعودي پادشاه د بیت المقدس د له لاسه وتلو په ورځ په خپل هیواد کې د ښځو لمړی کانسرټ جوړ کړی وو او په دویمه ورځ یې د مسلمه امت ګډ بیت المال حراج کړ او د جهالت لویه نمونه (نقاشي) یې په څلور سوه او پنځوس میلیونه ډالره رانیول!!

د پخواني جاهل عمرو ابن لحي نسل نه یوازي چوپه خوله پاتي شول، ان په استانبول کې د اسلامي نړۍ په ستري سرمشريزي کې چې د بیت المقدس د خلاصون په پار د نن ورځي د صلاح الدین ایوبی (رجب طیب اردوغان) په مټ جوړه شوي وه، ګډون ونکړ… په داسي حال کې چې دخپل بادار – ټرامپ غوندي شرميدلي رئیس جمهور ته یې د میاشتو په توپير د اسلامي نړۍ لسګونه مشران راغوښتي وو او په ملیاردونو ډالره یې ورته د هیڅ په بدله کې ورکړل!!.

لویه خدايه یو وار بیا د اسلامي نړۍ نوي نسلونه را ژوندي کړه ترڅو هم بیت المقدس آزاد کړي او هم ستا سپیڅلی کور کعبه مبارکه د سعودي له ننګيني کورنۍ نه خلاص کړي. ان شاء الله

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ياسر
میلمه
ياسر

مطمئن صاحب په گوتو مو بركت شه
چه داسی ښکلی معلومات نشر کوی
كه حقيقت ته ځیر شو نو ګورو چه نن د اسلامی نړی اکسره حکمرانانو د عمرو ابن لحی ځای بیرته ډک کړیدی

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

سلام علیکم. د ښاغلی محترم ورور عبدالجبار مطمئن د ښکلی لیکنی څخه په مننی سره: عمرو ابن لحی تر فاسق بن سلمان او فاسق آل سعود شپږویشت او حتی اووه ویشت ځله شرافت لری ځکه: ابن لحی د مکې د ښار او د کعبې د بیت د لا زیاد تقدس او احترام او لا ښکلا پخاطر (البته د هغه په ظن) ددې تمثالونو او بتانو راوړنه او نصب تر سره کړه، پدې معنی چه د بتانو تقدس د کعبې پخاطر رامنځته شو او خپله بتانو په مجرده توګه کوم تقدس ندرلود امّا د آل سعود د ناخلف بچی یعنی بن… نور لوستل »