شعـــــرونه

اوه څلوېښتمه آنلاین في البدیهه مشاعره

ترتيب : مستور مجاهد

د تېرې جمعې د شپې آنلاین في البدیهه مشاعره چې د ښاغلي عرفان الله (عرفاني) صاحب د فیس بوک پر دېوال ترسره شوه، غورچاڼ یې په لاندې ترتیب کتلی شئ.

د معمول سره سم دا دی مشاعره د ښاغلي عصمت الله (بشام) صاحب د شعر په مطلع پیلوو خپل بیتونه مو په همدې قافیه او ردیف راپیل کړئ:

د حُسن پـه راغـه دې زه زلمی د پاکې مینې
د عشق رمه دې پیایمه شپونکی د پاکې مینې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

له کوره یې شړلی او له کلي نه فرار یم
دا ځکه چې اوس زه یم لېونی د پاکې مینې
حامد متوکل

چې ځان ورته لوګی کړم د الله په پاکه مینه
زه هم قیمتي شم لکه غمی د پاکي میني
ابو سهيل

دستار دې ول ول خوندکړي پر داسپینه سپینه ټنډه
رښتیا یې مجاهده ننګیالی د پاکې مینې
عبدالباقي مهاجر

را پاته یې سنت دی هم ځلا ده هم زینت
تړمه چی په سر باندی پټکی د پاکې مینې
غیرت شرنوال

خوشبو مې د جنت حورانې ګردې لېونۍ کړې
په غشو لګېدلی یم تندی د پاکې مینې
فکرمل طالب

درځمه په څپو به ستا د حسن و شغلو ته
زه يمه خريدار دې ابدى د پاکې مينې
حجازي ملنګ

بس پروت وو په پالنګ یوه عجیبه ننداره وه
په سرکې یې مرمۍ په خله موسکی د پاکې مینې
اسماعيل سنګري

يو داسې زمانه شوه چې هک پک ورته حيران يم
هيڅ نلري ارزښت دلته سړی د پاکې مينې
نظام کندهاری

ماکړې تجربه ده خود غرضه یارانې دي
په سلو کې پیدا شې یو سړی د پاکې مینې
هاشم سادات

د خدای په مینه پلوري د بدن غوښې ھډونه
مجنون سرہ سیالي کړي ننګیالی د پاکې مینې
لمعان زابلی

د وخت زامنو واورئ په بادار مو مه نازېږئ
درغلی مجاهد دی لېونی د پاکې
مینې
هجرت احمدزئ

زړګی مې د پخوا په شان باور په خلکو نکړي
مات کړئ راته چا لکه بنګړی د پاکې مینې
رحمت الله منصور

خزانه څه په ظلم دې جدا رانه شهید کړو
آشنا خو زمونږ د کلی وو سپرلی د پاکې مینې
عطا حقاني

که مانه شي راضي زه به تر هر څه ورته تېرشم
په اور باندی به وسوځم زړګی د پاکې مینې
طالب فیضان

چې ته مې يې ليدلى خپل زړګى مى هم پردى شو
ستا حسن ته حيران دى هر سړى د پاکې مينې
ځلانده ستوری

د مينې انقلاب دى څو به نور ګلان په دار شي
منصور هم لولپه شو سپېلنی د پاکې مينې
ابو ذر غفاري

په سرو وینو لړلئ د جهاد ډګر کې پروت دی
په غشو لګیدلئ دی تندی د پاکې مینې
سالک مسافر

حیران یې مجازي عاشقان دي و عاشقۍ ته
لټون کړي سرو لمبو کې شازلمی د پاکې مينې
غزالي

له وخته به زه مړ واى که اشنا راسره نه واى
دا ژوند چې کړمه زه يمه ژوندى د پاکې مينې
خان اغا حميدي

ژوندون ته چې د مرګ په لاره ورشم ذوالجلاله
ته راکړې شهادت غوندې مرګی د پاکې مینې
عبدالله صابر

د سترګو له نقابه یې د اوښکو تسلسل دی
د رب رضا کېدل غواړي زلمی د پاکې مینې
حمزه حسيني

چې تا کړې وعده راسره ماته کړه جانانه
له هغې ورځې تور شو زما زړګى د پاکې مېنې
تسل منيب

غاټول دی هم ګلاب دی او ښایسته ګل د ريحان دی
ريښتونی مجاهد فدا زلمی د پاکې مينې
شمس الباری ځلاند

پیوند چې د خوږمنو زړونو مات نکړې کوچیه
ماښام دې نشې مست مازدیګری د پاکې مینې
همت کوچی

مين دې شمه داسې چې ګريوان مې هم شي څيرې
چې خلک راته وايي لېونى د پاکې مينې
انس شينواری

دا ستاسو د پوره کال د مطلب له خنداګانو
بهتره دی په خدای یو اسویلی د پاکې مینې
مظلوم کوچی

د حق پاک سپین مسیر ته به د زړه غوښې وریتې کړم
د سپین قرآنِ پاک یم لاروی د پاکې مینې
عمر عمري

دا کور او کلی مورپلار او دوستان چې می دي پریښي
عمر پشه ئي یمه لېونی د پاکې مینې
پشه ئي عمری غازيان

له لمونځ او ذکر وروسته مجاهده ستا لپاره
همیش لاس په دعا وي ځما زړکی د پاکې مینې
ځواکمن طالب

پتنګ غوندې کباب شول د هدف په لوري لاړل
ځوانان زموږ د کلي شول لوګی د پاکې مینې
اجمل تاند

را و وروه ياره لږ په ما د حسن پرخه
را شين په تږې ځمکه يم للمى د پاکې مينې
وفادار خروټی

صفت د یار د زلفو کړي همېش په شاعري کې
(شعیبه) لیونی یې لیونی د پاکې مینې
قريشی جانان

په لښته د ګلاب مې پیوند کړې د زړه درخته
بورا یې خوشبویې کې لیونی د پاکی مینې
عصمت الله بشام

چې پروت یمه ګلګون د سپینو تورو په میدان کې
خاوندہ په نصیب مې کړه مرګی د پاکې مینې
سپېلنی کوچی

ښه قدر یې پکار دی ګوره مات چې در نه نشي
الله را نصیب کړی دی زړګی د پاکې مینې
صاحب الدين

مسير د امارت ته ټول جهان ګوته په غاښ دى
ولاړ دی نه ماتيږي کلک لرګی د پاکې مينې
ابراهيم بريال

جانانه ډېر په مينه محبت درته دا وايم
پرتا مې دی بايللی خپل زړګی د پاكې مينې
الله نظر رحماني

دا مينه ده ارمانه که د مينې مجبوري ده
چې مخ ته مې قاتل ګرځي ژوندی د‌ پاکې مينې
نور قانع

راځي به هغه څوک د عرفاني جانان بنډار ته
ځلا چې یې له ورایه کړي تندی د پاکې مینې
ذاهد احمدي

د مینې یو سمبول دی او د حـسن نمونه ده
همدا مجاهد ځوان دی مست سړی د پاکې مینې
احمد مختار

ته چپ شه پورې غره کې دا چغار دی د بلبلو
که کوم زخمي طالب کوي زګېروی د پاکي میني
خالد احمد صميم

لښکرې مي د سپینو اوښکو تل راځي ګريوان ته
ګرځیږمه په غرو لکه شپونکي د پاکې مينې
اسدجان ملنګ

چې ومې ليد تابوت کې د اشنا پر تندي زخم
ما وويل چا پرې ايښی دى غمى د پاکې مينې
روی محمد ريحان

له تانه مې قربان شه خوږ دلبره دواړه سترګې
هم ځار له تا قربان زما زړګی د پاکې مینې
بريال بهير

امير زمونږ رهبر دی ربه وې کړې حفاظت
ګلاب دی بويوي یې هر سړی د پاکې مينې
عادل افغان

په مينه مينه دار ته نن ورخيژي سو زلمي
ځواني يي ورنه زار کړه سپيلنی د پاکې مينې
د مينې لېونی

بادونه د خزان به مو تر څو په چم چلېږي
اي خدایه ته نور راولې سپرلی د پاکې مينې
ابراهيم حنفی زرمتی

ستا حسن یوسفي دی ای غازی طالبه یاره
نازیږي پرتا باندې هر زلمی د پاکې مینې
حقمل نيازمند

ګلونه د غاټولو به په لار کې ورته شیندم
راځي چې زما پر خوا طالب زړګی د پاکې مینې
الفت جان

په نیمه شپه ورځمه او له ستورو یې تپوس کړم
جدا رانه له وخته یو سړی د پاکې مینې
محمد حنيف مبارک

د عشق باب مې پاس کړی کنه واخله امتحان
د عشق په پنجره کې یم مسکی د پاکې مینې
اسير همت

له تاند خماره عشقه ځم ملګرو فدايي كړم
دفاع د سپين قرآن كې يم لوګی د پاكې مينې
محب فدايي

د غره پورې لمن کې مې کیږدۍ ده درولې
راځه خدای خو دې راوله کوچی د پاکې مینې
شجاع لوګری

ډېر پام کوہ طالبه خپل مسیر نه چې وانه وړې
په سر باندې دې ایښی دی پټکی د پاکې مینې
هيبتی منګل

د عشق منزل ترې ورک وې تش په نوم خیالي مجنون شو
ریښتیني محبت سي لاروی د پاکې مینې
کفايت الله حامد

چې پروت یم په سنګر کې زه لت پت په تورو خاورو
خاونده په نصیب مې کړه مرګی د پاکې مینې
الفاروق افغان

دا مینه که جنون دی چې له سر ځینې تېرېږي
چي سره اورته ګډيږي لېونی د پاکې مینې
دلاور حقيار

يو زه نه يم چې حسن ته يې حيران شمه ملګرو
طالب په هر چا ګران دي ګلالی د پاکې مينې
وقاد بدري

دا راز د محبت دی زہ لوګی د پاکې مینې
واسکټ بارود ته ګورہ سپېلنی د پاکې مینې
بهار نصرت بهار

جانانه ستا د سپین مخ په شغلو مې زړه سوری دی
بس غواړمه اوس هر وخت زه مرګی د پاکې مینې
جنت منګل

چې عشق کې د اقصی تر منارو پورې رسیږي
پیدا کړې ایوبي غوندې زلمی د پاکې مینې
نصرت الله ابن طارق

د حی علی الجھاد آواز مو رسي تر غوږونو
منزل ته به رسېږي ھر سړی د پاکې مینې
حبيب احساني

وفا به ھلته شمار شم په کتار د عاشقانو
منصور غوندې چې خېږي میړنی د پاکې مینې
کريم الله وفا

له سترګو چې دې واخلمه وصال شپو د هجران ته
شم هله به فانوس الماس غمی د پاکې مینې
عبیده ژوندون

ګودر نه به اوبه راوړم جانانه هير دي نه شي
بازار نه در سره راوړه منګی د پاکې مينې
عزت الله احمدي

خليل چې ستا له رويه ربه اور ته غيږه ورکړه
عرفان يې د ملت کړه سپېلنى د پاکې مينې
عرفان بدري

غازی جانان پر سر باندې تړلی دی څادر
په عشق د خپل جانان دی لېونی د پاکې مینې
معصوم زابلی

د ټول جهان په وړاندې یې سنګر نیولی دی
نرګس دی هم غاټول دی چمبیلی د پاکې مینې
بسم الله واقد

دستا «اسرايیلي» باڼو، هر وخت وي زخم زخم
مدام مې د زړه «قدس»کړي زګېروی د پاکې مينې
الياس فاتح

ګرځېږي ګيدړانو پسې تورو ځنګلو کې
سم ښکار کوي په مينه يو زمرى د پاکې مينې
احسان الله انصار

ښائست ته چې یې خم د زمانې ټوله مخلوق دي
دی ټول رڼا رڼا، طالب غمی د پاکې مینې
عبدالحنان مجروح

حسينو د مئينو له ښېراوو نه ځان ساتئ
د خداى تر سمعې رسي اسوېلى د پاکې مينى
عبدالمالک ستانکزئ

ښایسته دي لکه ستوري نازولي طالبان
څه ښکلی یې ښکارېږي لنګوټی د پاکي مینې
غلام رسول عمرزئ

له هسکه را کوزېږي او راځي زموږ تر کلي
زیارت به د شهید کړي فرشتي د پاکې مينې
قاری علی خان خالد

مئین په ښکلي دين يمه قانون اسلامي غواړم
سرتيری فدائي يم لېونى د پاکې مينې
احمد حکمت

د ګل غوندې طالبه له غیرت نه دې قربان شم
راوړاندې شه چې ښکل دې کړم تندی دپاکې مینې
د عرفات ګلان

لمبې وي که اورونه که اغزي ور باندې درومي
طالب جانان کې نشته څه کمی د پاکې مینې
حنیف مظهري

له مشکو له عنبرو ماته هم لا قدردان دی
که را دې کړو جانانه یو ببری د پاکې مینې
الحاج مسکين يار عظيمي

د سپین لښکر سالار یې قاتلان د مینې وژنې
دا ته یې طالب جانه لېونی د پاکې مینې
محمد نبی محمدي

بیګا می خوب لیدلی بس که خدای کول ملګرو
دقدس آزادی اخلي یو سړی د پاکې مینې
عبدالقادر سليمی

آخ ګوره لالهانده یو زلمی درپسی ګرځي
دا ستا د شهادته لېونی د پاکې مینې
انس افغان

دا ټوله بې ننګان درنه لوګی شه طالب جانه
تـه زموږ د سرو تاج شوې او زړګی د پاکي مینې
حقمل کندهاری

ستا سترګې چې مې وليدلې ياره په سنګر کې
هغه دم مې زړګی شو ليونی د پاکې مينې
متوکل صاحب

اې خدایه ته ناصر یې په هر دم هره شیبه شې
ساتوونکی د پاک دین غازي لالی د پاکې مینې
عمير خوستئ

یو تا باندې مین ای د ننګو ښکلیه سنګره
نور ساتم به له ھر چانه زړګی د پاکې مینې
غريب کوچی

یو سوال درته کومه ته مې دغه سوال قبول کړه
یا ربه ج را عطاء کړه خوږ لالی د پاکې مینې
تڼيوال مفتون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x