
شعـــــرونه
د زلــمــيو هدیرې
سعادت کـــليـــوال
زمونږ له اوښکو جوړې شوې د غمیـو هدیرې
پټې زړه کې مې ساتلې د سلګیـو هدیرې
د پیوند زړونو بیلتون دی هره ورځ جنازې درومي
ډکې شوې مو په خپلو د پرديـو هدیرې
ګلاب ندی چه يې پاڼې پاڼې ټول کړم په لمن کې
بدل شوي دي باغونه د غوټـيـو هدیرې
شرنګا شرنګ یې ختم شوی په درنو درنو بمونو
ګودرونه هم ښکاریږي د بنګـړیــو هدیرې
له پردیو ویره نشته ستا له خپلو نه ویریږم
ستاسو کلي ته په لار دي د ازغــیـو هدیرې
احساس مړ دی ازادۍ ورته له ورایه په ژړا ده
سعادته! دا کوڅې دي د زلــمــيو هدیرې