افغانستان

د طالبانو د مشرتابه شورا د ملا عبد القیوم ذاکر استعفا ومنله

نن ټکی آسیا: طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړ، چې د دوی مشرتابه او رهبري شورا د خپل ستر نظامي مشر ملا عبدالقیوم ذاکر استعفا ومنله.

په اعلامیه کې راغلې، چې د طالبانو د نظامي کمیسیون د مشر او د رهبري شورا د غړي ملا عبد القیوم ذاکر د ناروغۍ له کبله د نوموړي استعفا بالاخره ومنله شوه، خو نوموړی به بیا هم خپلو تر وس لاندي جهادي خدمتونو ته  د رهبري شورا د غړیتوب تر سیوري لاندې ادامه ورکوي.

په اعلامیه کې د نوموړي د استعفا علت د نوموړي اوږده ناروغي او د کارونو ډېرښت  ښودل شوي.

طالبانو همداراز د ځینو رسنیو هغه څرګندونې چې ګواکې نوموړی د ملا محمد عمر مجاهد مرستیال و او داچې نوموړی د ځینو نورو لاملونو له کبله استعفا ته اړ شوی و، په کلکه رد کړي او په خپلو تشکیلاتو کې يې د مشرانو استعفا او د دندو تغییر او تبدیل یو معمول او عادي چاره ګڼلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x