fbpx

ځینې خلکو له ځانه حدیث ولې جوړول؟

دکتور کفایت الله وردګ

یاد ګېرنه : ددې لړۍ په یو څو برخو کې له خپل لوستونکي سره د فقهې او حنفي مذهب په اړه یو څه معلومات شریکوم هغه چاته د ډالۍ وي چې پښتو مضامین لولي ، هغه چاته د په خاصه توګه ډالۍ وي چې د مذهب په اړه یې معلومات لږ وي او یا یې د مذهب په اړه شک وي .

په تېره برخه کې مو پدې بحث وکولو چې د تابعینو په وخت کې داسې وخت راغلو چې د عوامو لپاره د احادیثو څخه مسئلې را اخیستل مشکل شول نو ځکه علماوو فقهی قواعد کېښودل او مذهبونه جوړ شول وجه یې دا وه چې په احادیثو کې موضوعي احادیث ور ګډ شول دا موضوعي احادیث به له ځانه جوړې شوې خبرې وې نسبت به یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته کېدو دا به خلکو ولې جوړولې پدې برخه کې یې سببونه اخلو .

موضوعي احادیث خلکو ولې جوړول؟

ددې لپاره متعدد سببونه وو د مثال په توګه :

الف : دیني دښمني

هغه کسانو حدیثونه له ځانه جوړول چې له دین سره یې دښمني وه هغوی مسلمانان نه وو هغوی کفار وو خپل ځانونه به یې مسلمانان ښکاره کول او پدې جامه کې به یې داسې خبرې جوړولې او د حدیث په نوم وړاندې کولې چې هغه به بالکل باطلې وې لکه ابن سباء الیهودي دا کس په اصل کې د شیعه ګانو د مذهب مشر دی ، د شیعه ګانو مذهب دده له خبرو څخه جوړ شوی دی ده د مسلمانانو په مینځ کې دا مسئلې را پیدا کړې چې حضرت علی د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د تره زوی وو نو تر رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وروسته حق د خلافت دده وو او ددې لپاره یې موضوعي احادیث هم جوړ کړل چې ښکاره کړي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ورته وصیت کړی دی چې زما نه وروسته به هم ته خلیفه وې ، او داسې نور د اهل بیتو په اړه ده ډېر زیات احادیث جوړ کړل او پدې توګه پدې و توانېدو چې یوه ډله خلک له مسلمانانو بېل کړي چې هغه شیعه ګان دي اوس هم په ډېرو مسئلو کې د مسلمانانو لپاره درد سر دي .

ب: مذهبی تعصب

ځینې مذهبی ډلې وې مشرانو به یې غوښتل چې خپل ملګري او متابعین زیات کړي او لدې سره ددوی عزت زیات شي نو ددې لپاره چې خپل کسان زیات کړي د خپل مذهب د تائید لپاره به یې له ځانه حدیث جوړول او خلکو ته به یې وړاندې کول پدې اړه الحاکم ابو عبد الله فرمايي : كان محمد بن القاسم الطائكاني من رؤساء المرجئة يضع الحديث على مذهبهم.

ترجمه : محمد بن القاسم الطائکاني د مرجئه وو له مشرانو څخه وو د خپل مذهب د تائید لپاره به یې حدیثونه جوړول .

ج : د مشرانو خوشحاله کول

ځینې داسې خلک وو چې مشرانو ته به ورتلل ددې لپاره چې د هغه مشر توجه ځان ته جلب کړي نو یو نوی حدیث به یې له ځانه جوړ کړو چې پوهېدوه به چې دا خبره به ددې مشر خوښه شي نو هغه خبره به یې د هغه مشر مجلس ته وروړه او د حدیث په عنوان به یې ورته وړاندې کړه ترڅو د هغه څخه ځان ته توجه مال او امتیازات واخلي د مثال په ډول د خلیفه المهدی المنصور به کوترې خوښېدې نو غیاث بن ابراهیم نومی کس ورته راغلو ورته یې وویل ماته یو حدیث معلوم دی چې د هغه له مخې د کوترو سره لوبې کول او دهغې ساتل او د هغې په اړه له خلکو سره مقابلې کول سنت دي او حدیث یې ورته داسې وویل : لا سبق إلا في خف أو حافر أو جناح .

ترجمه : مقابله نشته مګر په موزه کې (منډه کې) او یا په سوه کې (یعني په آس زغلولو کې) او یا په وزر کې (یعني د کوترو په ساتلو کې) .

مهدي ورته ډېر زیات خوشحال شو او لس زره درهمه انعام یې ورته ورکړو کله چې دده له مجلس څخه پاڅېدو د تلو اجازه یې وغوښته چې روان شو مهدي ورپسې اواز وکولو ورته یې وویل : ودریږه ! زه ددې ګواهي ورکوم چې ستا څټ د درواغزن څټ دی رسول الله (صلی الله علیه وسلم) جناح (وزر) ټکی نه دی یاد کړی دا تا ددې لپاره وویل چې مات ځان را نېږدې کړې .

د : بې پروایی کول .

ځینې خلکو ددې امله حدیث له ځانه جوړ کړل چې دا ورته کومه لویه ګناه نه ښکاره کېده او ددې لپاره چې چاته به یې یوه دینی خبره لویه ورښکاره کوله نو د ځانه به یې حدیث ورته جوړ کړو د مثال په ډول د قران کریم د کوم سورت فضیلت به یې ورته بیان کړو لکن هغه حدیث چې ده به ورته وړاندې کړو هغه به رښتیا نه وو ده به له ځانه جوړ کړی وو معنی دا چې پدې به یې څه پروا نه وه .

ها: خلک دوکه کول

ځینې داسې خلک وو چې هغوی به ښکاره کول چې دوی د صحابه وو او د نورو خلکو اجتهادونه نه مني بلکه دوی صرف په قرآن کریم او په احادیثو عمل کوي نو کله به چې ورته کومه داسې موضوع راغله چې په هغه کې به ورسره آیت او حدیث نه وو نو ایت خو یې ورته نشوای پیدا کولی حدیث به یې ورته له ځانه جوړ کړو او ویل به یې چې دا حدیث دی زه پدې عمل کوم .

په احادیثو کې د لاس وهني مخ نیوی

ډېر وخت نه وو تېر شوی چې په هغه وخت کې ددین د پتنګانو دېته ور پام شو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احادیثو د ګډ وډ کولو کوښښ روان دی هغوی ددې منحوسې پروسې مخې ته ودرېدل او موضوع احادیث یې بېرته له صحیح احادیثو داسې وشړل لکه څوک چې له خوږو شیانو څخه مچان شړي او په هغه وخت کې ژوندیو صحابه کرامو او تابعینو کرامو پدې اړه خبرې شروع کړې او کوښښ یې شروع کړو کوم حدیث به چې له ځانه جوړ شوی وو د هغې په اړه به یې خلکو ته ویل چې دا حدیث نه دی د حضرت عبد الله بن عباس ، عبادة بن صامت او انس ابن مالک (رضی الله عنهم) له اړخه پکې زیات اقوال را نقل شوي دي او پدې وخت کې د سند زده کول رواج شول چې چا به حدیث زده کولو نو د هغه سره به یې د حدیث سند هم زده کولو سند د هغه راویانو نومونو ته ویل کیږې چې په هغه سلسله باندې حدیث له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه را رسېدلی وي امام عبد الله بن مبارک (رحمه الله) فرمایي : الإسناد من الدين، ولولا الإسناد لقال من شاء ما شاء .

ترجمه : په سند ځان پوهول او سند زده کول له دین څخه دی که چېرته د سند علم نه وای نو د چا چې څه خوښېدل هغه به یې ویل .

همدارنګه په همدې سلسله کې حضرت ابن مبارک (رحمه الله) فرمايي : (د عمرو بن ثابت له خولې څخه احادیث مه اخلئ ځکه هغه داسې کس وو چې سلفو ته به یې ښکنځل کول) پدې خبره سره امام ابن مبارک (رحمه الله) د ټولو هغه موضوعي حدیثونو مخه ونیوله چې عمرو بن ثابت به خلکو ته ویل پدې ډول د احادیثو په سندونو کې د جرح او تعدی فصل خلاص شو بیا هرچا نشوای کولی چې له ځانه حدیث وړاندې کړي بلکه حدیث به هغه وخت منل کېدو چې سند به ورسره وو او په سند کې به یې صرف هغه کسان وو چې د هغوی په اړه به علماوو څه جرح نه وه کړې . نور بیا ان شاء الله .

المراجع :

المدخل الی مذهب الامام ابی حنیفه النعمان للدکتور احمد سعید حوی

المذهب عند الحنفیة للدکتور محمد ابراهیم احمد علی

تاریخ المذاهب الاسلامیة الشیخ محمد ابو زهرة

اخبار ابی حنیفة و اصحابه للصمیری

سیر اعلام النبلاء للذهبی

تاریخ بغداد للخطیب البغدادی

الطبقات السنیة فی تراجم الحنفیة

اسد الغابة فی تمیز الصحابة لابن حجر

avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ناپیژنده
میلمه
ناپیژنده

دوکتور وردګ ### بیځایه خواری دې شروع کړی دا کوم څه چی تاسو شروع کړی دا تحقیق نه بلکه دې ته پسټ وکاپی او د نورو کتابونو د متنونو ترجمه ویل کیږی زه غواړم چی ستا ددې موضوع د اصل تحقیق خلاصه او شیره په لاندی ټکو کښې واضح کړم کوم سمعی ادله (یعنی هغه څه چی له الله او د هغه له رسول نه اوریدل شوی او د روایت په شکل تر مونږ را رسیدلی) د اصول الفقه د علماؤ له نظره په دریو برخو ویشل شوی ۱- متواتر لکه قرآن کریم او متواتر احادیث لفظا په ټوله کښې… نور لوستل »

کمال
میلمه
کمال

نا پيژانده صاحب ، څرنګه چه دی نوم ناپیژانده دی هماغسی د هویت او شخصیت ناپيژانده یعنی بی خونده او بدرنګه دی . په خپله اولنی جمله کی دی دروند او عالم ورور کفایت الله وردګ صاحب ته کنځل لیکلی دا چه څه دی لیکلی مګر د نن ټکی پاڼی چلوونکو دی ناولتیا پاکه کړی او بیا دی لیکلی چه بیځایه خواری دی لیکلی او بیا دی خپلی بی ځایه پړپړی شروع کړی هغه پړپړی یوه یی هم د اسلام د اصیلو او منل شوو کتابو او ماخذو څخه نه دی . باور په خدای وکړه چه زه کفایت الله… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

مسلمانانو ورونو سلامونه او نیکی هیلی می ومنۍ ! لیکونکی لیکنی لیکی دا دهغوی حق دی خپل سم یا ناسم نظریات خلکو سره شریکوی او دا دلوستونکو حق دی چه په اړه یی منطقی او د اسلامی اخلاقو په چوکات کی نیوکی وکړی په اړه یی خبل مثبت یا منفی معقول نظریات ولیکی بیا د لیکونکی نوبت دی چه هغو نیوکو ته په عقلی او نقلی منطقی ډول ځوابونه پیدا او ولیکی که شتون ولری او که نه د خپلی لیکنی په هغه اړخ اعتراف وکړی چه غلطی یا ناسمه معلومات پکی وی او له نیوکو نیونکو د خوښی اظهار… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

سلام علیکم. ما تېره ورځ پخپل اصلی نوم د ” ایران په وړاندی د سعودی لخوا د جوړی شوی خیالی ویدیو” په هکله یو لنډ نظر څرګند کړ چه وروسته می ولیدل چه زما د اصلی نوم پر ځای د ” ناپېژند” نوم لیکل شوی ؤ چه دا زما د غوښتنی خلاف کار دی او یا شاید کومه تخنیکی تېروتنه ددې کار سبب وی، په هر صورت، ما هیڅکله په ناپېژند نوم کومه تبصره یا لیکنه نده کړې، بېله واحد خدای څخه د هیچا نه وېره او ترس او بېځایه شرم نلرم.امّا د محترم وردګ صاحب د لیکنی په هکله… نور لوستل »

محمد حذیفه
میلمه
محمد حذیفه

غ حضرت صيب يو څه یاد لره چی په انسانی قاصر او محدود عقل هم ډیره زیاته اتکأ انسان له مستقیمی جادی وباسی او د ګمراهی او مرداری ډنډ ته یې ورغورځوی. دعقل او نقل ترمینځ ډیره ښه موازنه په ماتریدی کلامی مذهب د شیخ ابو منصور ماتریدی (رح) کښې ده چی د اشعری او معتزلی فکر ترمینځ په وسط کښې قرار لری.زه سره ددې چی له علم کلام سره پدی وجه چی فلسفی اړخ پری ډیر غالب ده جوړ نه یم ځکه له ډیرو لویو لویو علماؤ لکه امام ابو حنیفه (رح)، ابولیث السمرقندی او داسې نورو نه يې… نور لوستل »