د انسان د داخلي جوړښت دفاع

لیکنه: سید اصغر هاشمي

الله تعالی د انسان د ساتنې او حفاظت لپاره ساتونکي او محافظين ټاکلي، تر څو د هغه حفاظت او ساتنه وکړي، کېدای شي دا ساتونکي او محافظین بهرني وي، چې د بهرنیو خطرونو څخه بدن ساتي او هم کېدای شي داخلي وي چې په داخل کې د بدن او غړو ساتنه او محافظت وکړي.

الله تعالی فرمايي: (اِنْ كُلُّ نَفْسٍ لَّمَّا عَلَيْهَا حَافِـظٌ)(الطارق: ۴)

ژباړه: هېڅ نفس داسې نشته چې پر هغه کوم څارونکی نه وي.

الله تعالی انسان په داسې ډول خلق کړی دی چې خارجي او داخلي جوړښت يې په ارادي او غير ارادي ډول له ځانه دفاع کوي.

د طبي او صحي علومو له نظره د انسان داخلي بدن تر ټولو څرګند او ښکاره رول د سپينو کروياتو W B C دی چې په مختلفو طريقو سره د بدن څخه دفاع کوي، همدارنګه د بدن په مختلفو برخو کې داسې مواد او حجرات ځای پر ځای شوي دي چې بدن ته د خطرناکو شيانو د ننوتلو څخه مخنيوی کوي.

لکه د خولې په لاړو کې د ميکروبونو ضد انزايم چې بدن ته د داخليدونکو ميکروبونو څخه يې ساتي، په معده کې د مالګي تيزاب وجود لري چې د ميکروبونو د مینځه وړلو وظيفه پرغاړه لري.

همدارنګه په ځيګر، د هډوکو په مغز، د سترګو په اوښکو، دماغ او همدارنګه په ټوله وينه کې د بدن د دفاع اوساتنې لپاره ډول ډول مواد او حجرې شته.

اکثره واکسينونه پخپل جوړښت کې دفاعي ځواک لري. کله چې ماشوم پيدا شي نو د هغه بدن ډېر کمزوری وي نو د مور په اولنیو شيدو کې (کنډ) وجود لري، چې دا کنډ د ماشوم دفاعي قوت زياتوي او هغه د خطرونو نه ساتي د کوچني نوي زېږدي ماشوم داخلي ځواک لپاره د مور شيدې ډېره بهتره ده.

اوس نوي طبي پلټنو ثابته کړې چې د انسان دبدن د داخلي جوړښت د ډول ډول ستونزو پر وړاندې څارل کېږي او دفاع يې کېږي. د انسان په پيدايښت کې د الله تعالی لوی حکمتونه دي. (۲۲: ۶- ۷ مخونه )

تبصرې (1)

  • د اغا صاحب هاشمی د ښکلی او ګټوری لیکنی څخه د ډېری مننی په ترڅ کی عرض شی:
    د بشریت هره مادی او معنوی شتمنی په فطری توګه د دفاع تر چتر او سیوری لاندی خوندی ده خو ستونزه پدې کی ده چه ددفاع ستر دشمن او د جنګ ستر دوست یعنی ابلیس بشر او یا د بشریت د کاروان ډېر وګړی ګمراه کړی او ددې ښکلی دفاعی سیسټم په وړاندی ئې سخت مشکوک کړی او یا لږ تر لږه سخت بې اعتناء او بې پروا کړیدی.
    د مثال په ډول نور ستر ویجاړوونکی اعمال خو پرېږده دا یو سګریټ که وڅېړل شی، څومره د بشر پاک او صفا بدن د یوې دنیا ستونزو سره مخامخ کوی.آخر ددې بدن د دفاعی سیسټم شرم او حیا او زور هم خپل سرحد لری.
    خښمېدل ممنوع!
    د سګریټو څکول د ### سړی کار دی، البته د شرابو او مخدره موادو او حیوانی سِکس استعمال هم د سړیتوب سره واټن لری.