د وخت ارزښت

سيد هلال نوراني

وخت داسي يوه سرمايه ده چي بيرته په هيڅ قيمت نه راګرځي، او د هغي څخه ښه استفاده شخص د پښيمانتيا څخه ژغوري او لوړو پوړو ته يي رسوي.

هم خپل وخت، هم د خپلو ماشومانو او شاوخوا ماحول وختونو ګټور شکل تيرولو لپاره او ښو برنامو رامنځته کولو لپاره د وخت تنظيم ته ضرورت دي.

په کورونو کي ميلونونه ماشومان لرو ايا کله هم د دغه ماشومانو د ذهنونو د انکشاف، د وطن او اسلام ته د خدمت لپاره يو بل سره مو ليدلي وي او يا هم ددي کار لپاره مو هڅه کړي وي. د ماشومانو کلني رخصتي او نور ډير ساعتونه د برنامو په نه موجوديت له وجهي بي ځايه تيريږي.

ښځي چي د امت نيمه برخه تشکيلوي ايا هغوي خپل وختونه څرنګه تيروي. يو بل پسي خبرو او تلويزونو تر شا هر قسمه ډرامو ليدلو سره تيروي، کنه کومه برنامه هم لري.

نو دوستانو وخت د علم د تحصيل، پيسو د ګټلو، د ښه ژوند او صحت برابرولو لپاره دنيوي او اخروي ګټو د لاسته راړلو لپاره لويه سرمايه ده.

آيا څومره د ژوند وختونه مو هسي تير شوي؟

داسي ډير عمرونه وي چي د دنيا د ښه کولو او اخرت ته کار کولو پرته عبث تير شي. دا يو ډول د منابعو بي ځايه مصرفولو ته ورته دي.

او اکثره د بي خبري او ناپوهي له وجهي وختونه عبث تيروي. که چيري د وخت په اهميت سړې پوه شي نو بيا کولای شي چي ښه استفاده تري وکړي.

داسي ډيري ځمکي شته چي د ښه کار کولو لپاره منتظري دي. داسي ډير شرکتونه شته چي د جوړولو يو څوک غواړي. داسي ډير موسسي شته چي جوړونکو او پکي کار کوونکو ته ضرورت دي. دا ټول کارونه د خپل فارغ وخت د يوي برخي په کار اچولو سره ترسره کيدلای شي.

زموږ په ټولنه کي د وخت د ضايع يوه نتيجه داده چي لږ کتابونه ليکل کيږی. او دغه ليکل شوي لږ کتابونه هم د ډيرو کمو خلکو لخوا مطالعه کيږي. او خلک پخپل جهالت راضي کيدو او عبث ژوند تيرولو ته تياريږي.

او داسي خلک هم شته چي په بيسوادي يي هيڅ خوا هم بده نوي. بدنونه د راحت او تنبلي خواته ميلونه کوي.

د تجارت ساحه هم د علمي ساحي څخه ډير فرق نلري. په ډيرو کمو پيسو باندي بسنه او اسانه کارونو پسي منډي وهل د خلکو عادت ګرځيدلای. داسي کارونو پسي منډۍ وهي چي جهد او کار ته ډير ضرورت نوي. او هغه کارونه هم په خوبونو او غفلت سره نن او سبا ته پريږدي.

زه دا نه وايم چي ټول وختونه په کار او زحمت سره تير کړو بلکي دا وايم چي د خپلي آرامتيا، خوشحالي او تفريګانو سره سره وختونه هم بايد خپل تسلط کي ونيسو. يعني کاري ژوند يو خواته ټيل وهلو سره خپل غفلت په مرکز کي ونه نيسو.

رسول الله صلی الله عليه وسلم په يو حديث شريف کي داسي فرمايي: دوه نعمتونه دي چي ډير انسانان پکي دوکه شويدي يو يي ښه صحت دي او بل هم فارغ وخت دي.

نو راځي چي د خپلو وختونو ښه استفاده وکړو، د الله تعالی رضا لاسته راوړلو او تر خپلي وسي پوري د خپلي جامعي د لوړولو لپاره کوشش وکړو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د