نظــر

ولسمشره! ستا بچيان او زما بچيان / مشفق حريتمل

 

هغه زمانه خو به دې ښه په ياد وي

چې به دې بچيان نه وو

خو خدای (ج) درباندې رحم وکړ

ميرويس يې درکړ

څومره به پرې خوشاله شوی يې

نوم دې هم پرې د هيواد د وياړلي مشر

ميرويس خان کېښوده

څومره هېلې به دې ورته په زړه کې اوړي را اوړي

څومره به دهغه له خندا او ژړا سره خوښېږې او ځورېږې

څومره به دهغه دماشومتوب مستۍ او خاپوړو ته خوشاله وې

ځکه چې ستا بچی و

تاته يې ابا ويل

د وخت په تېرېدو سره درته خدای (ج) يوه لور هم درکړه

يوه بله يې هم درکړه

ته او س د يوه زوی او دوه لورګانو پلار يې

ماشومان ګلان دي

هغه که دهرچا وي ګران وي

مازديګرخپل دوه بچيان له لاسونو نيول

او د ارګ په چمنونو کې ګرځېدل او چکر ورکول

اوهو څومره مزه کوي

ته به هم فکر کوې چې زه څومره نيکمرغه يم

او څومره به وياړې چې بچيان لرې

ځکه چې خدای تعالی د بچيانو نعمت او رحمت ډېر وروسته درکړ

مونږ دې هم وينو چې ته د خپلو بچيو په نازولو او پاللو بوخت يې

خوند درکوي درته ښه ښکاري

خو کله کله چې ته درسنيو د کمرو مخ ته

کوم پردی ماشوم په غېږ کې واخلې

په ډيره ډيپلوماتيکه خندا له هغه سره خبرې کوې

او خلکو ته ښايې چې دا بچيان په ما داسې ګران دي لکه ميرويس

خو ماته خندا راشي

او ستا په درواغو زښته ډير وخاندم

او افسوس وکړم

چې پاچا صيب تا دروغ وويل

هېڅکله داسې نه ده

پاچا صيب ته خبر يې چې ستا له لاسه زما بچيان

اوس دشپې په خوب کې ډاريږي

پاچاصيب! ته خبر يې؟

چې زما دهلمند،کندهار،هرات،کنړ،کندز،ننګرهار،خوست

پکتيا،پکتيکا،زابل،لغمان اودهيواد په نورو سيموکې

چې ستا دعسکرو او بهرنيو ملګرو له خوا تهديد شوي

وژل شوي،رټل شوي ځورېدلي،کړېدلي

په هغو په لکونو ماشومانو کې

يو هم دميرويس او ملالۍ په شان نشته

پاچا صيب! ته خبر يې!!

چې ستا بهرنيو ملګرو زما ماشومانو ته څه ډالۍ راوړې؟

چاکليټ؟

نه!
چاکليټ نه د زهرو غونډاری دی

د بارودو غونډاری دی

په دې باندې ماشوم تېر اېستل
دا دصليبي جنګي تاکتيکونو او پلانونو څخه دی

ستا بچي به ماښام څومره ښه خوراکونه کوي

ستا بچي به دشپې څومره ارام خوب کوي

ته خبريې؟؟؟
چې زما بچيو ته دشپې وچه ډوډۍ يا ور رسيږي يا نه

اخر ويده شي

شپه لاپخه شوې نه وي چې

د کور شاوخوا ته يې په بله ژبه شور ماشور شي

درب دروب ډاااااز دروممممم
خدايه خير!!!

د کلا دروازه يې لکه چې والوزوله

هۍ! کور ته وسلوال عسکر راننوتل

اوهووو! دا خو په بله ژبه غږيږي
کافران دي،صليبيان دي دښمنان دي
ناتاره ډزې شروع شوې
وۍۍۍ مونږ څه کړي مونږ خو طالبان نه يو

ای خدايه خير!!!
خدايه خير!!!!
خو بس ظلم دی وحشت دی بربريت دی
ټول وژنه ده
ستم دی

دلته کوم مجرم نشته
دلته کوم تروريست نشته

دا پوښتنه هم نشته چې فلانی چېرته دی
چې له طالبانو سره لاس لري؟
بس ټول وژنه ده
سپين ږيري شهيدان
سپين سرې شهيدانې
پيغلې شهيدانې
ځوانان شهيدان

ماشومان شهيدان
ماشومانې شهيدانې
د پاچاسلامت بچيان سهار له خوبه راپاڅېدل او د شېدو ګېلاس يې نوش جان کړل
خو زما د بچي خوله له وينو ډکه
ته خو ځې مګر زما د بچيو حساب دې که په دنيا کې ور نه کړ
خو په اخرت کې به د خدای له حسابه نه خلاصېږې
هۍ زما بچيه! ستا دې الله تعالی مل شي

ستا دې الله جل جلاله مل شي

پای

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x