شعـــــرونه

غزل/ راز خوږياڼی

چې اخلمه اشنا هر یو قدم لکه رنځور

دې حال ته رسولی یم ستا غم لکه رنځور

دعاوې راته وکړه اې اشنا که چېرته جوړ شي

دا زړه مې په منځ نیم لکه غنم لکه رنځور

د زړه زور مې اوبه دی رنګ مې ګوره چې ژېړېږي

منې چې یاره اوس درپسې یم لکه رنځور

غربته! زه دې سم له ګړنګونو را ګوزار کړم

غربته! ستا له لاسه شومه سم لکه رنځور

د جنګ او د جګړو له وېرې چېرته سړی لاړ شي

بس کړمه ددې دور هر ستم لکه رنځور

چې درد مې د وجود هر یو اندام نا ارامه کړی

ستا «راز» یمه دې وخت کې اې صنم لکه رنځور

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x