دیني، سیرت او تاریخ

دمؤته جګړه

 

دمؤته جنګ ترټولو سخت جنګ وو په دې جنګ كښي زياته مرګ ژوبله شوېده درسول الله صلي الله عليه وسلم په ژوند كښي داترټولو خونړۍ جګړه وه همدا جګړه دنصرانيانو دسيمو او هيوادونو دفتحې او نيولو پيلامه وه داجګړه د۸ ه كال په جمادي الاول چي د۶۲۹ كال دسپتمبر يا اګست مياشتي سره سمون خوري واقع شوېده٬ مؤته چي د ميم په پيښ او همزه په سكون ويل كيږي دشام په لاندينۍ برخه بلقاء كې پرته سيمه ده ددې ځاي اوبيت المقدس ترمينځ څه ډيره فاصله موجوده ده.

ددې جګړې سبب داوو چي رسول الله صلي الله عليه وسلم دحارث بن عمير ازدي په لاس دبصرې واكمن ته ليك واستاوه دلارې په اږدو كښي دقيصر له لوري څخه دبلقاء حاكم شرحببل بن عمرو غساني لاره نيولې وه هغه ئي ونيوه اوپه شهادت ئي ورساوه دسفيرانو وژل ډير لوي جرم او بلكه دجنګ په معني وو نبي كريم صلي الله عليه وسلم ډير زيات په غصه شو فوراً ئي دري زره ۳۰۰۰ كسيز لښكر تيار كړو اوله احزاب غزا څخه پرته په بله هيڅ غزا كښي هم په دومره زيات شمير غازيانو برخه نه وه اخيستې.

محمدرسول الله صلي الله عليه وسلم ددې لښكر مشري زيد بن حارثه رضي الله تعالي عنه ته وسپارله او وئي فرمايل چي كه ئې زيد رض شهيد كړو نوپر ځاي به ئي جعفر رض قوماندان وي كه هغه هم شهيد كړل شو نو عبدالله بن رواحه رض به دغه مشري پر مخ بيايي دوي ته ئي سپينه جنډه ٬ بيرغ٬ وركړو٬ او زيد بن حارثه رض ته ئي دغه سپين بيرغ وروسپارلو.

رسول الله صلي الله عليه وسلم لښكر او مشرانو ته ئي داسي هدايت وكړو٬ لومړئ به دحارث عمير رض دشهادت ځاي ته ورشي له همغه ځاي څخه به خلګ اسلام ته راوبولي كه ئي اسلام راووړ نوښه او كه ئي اسلام رانه ووړ نو دالله ج پر توكل بريد باندې وكړئ رسو ل الله صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل دالله ج په په لاره كښي دكفارو په خلاف جګړه وكړئ غدر او خيانت مه كوئ عهد مه ماتوئ٬ واړه ٬ زاړه٬ ښځي او په عبادت بوخت راهبان مه وژنئ وني اوبوټي مه پريكوئ كلي او كورونه مه ورانوئ.

لښكر تيار شو خلګ راټول شوو درسول الله صلي الله عليه وسلم له ټاكل شويو قوماندانانو سره ئي مخه ښه وكړه پدې وخت كښي عبدالله بن رواحه رض خپلي اوښكي نه كړې كنټرول وئي ژړل سوال ورڅخه وشو چي ولې ژاړې؟ عبدالله وويل قسم په خداي په دنيا پسې نه ژاړم له تاسو څخه دجدايۍ په وجه هم نه ژاړم دژړا سبب مې دادئ ماله رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه دقرآن كريم تلاوت اوريدلئ دئ چي په يوه آيت كښي ئي دددوزخ ياد راغلئ دئ او داسي فرمايي
وان منكم الا واردها كان علي ربك حتما مقضيا

نه پوهيږم چي يوځل دي اورته داخل شم بيا به څنګه ورڅخه وزم ؟ مسلمانانو ورته وويل الله تعالي مو مل شه الله مو ساتندوي شه الله مو ساتندوي شه الله مو بيرته سالم او غانم راورسوه په ځواب كښي عبدالله بن رواحه رض دا شعر ووايو

لكنني أسأل الرحمان مغفرة
وضربة ذات قرع تقذف الزبدا

اوطعنة بيدي حران مجهزة
بحربة تنقذ الاحشاء والكبدا

حتي يقال اذا مروا علي جدثي
يا ارشد الله من غاز وقدر شدا
ژباړه
خو زه له رحمن رب نه دمغفرت سوال كوم ورنه غواړم چي هډوكي ماتونكئ او ماغزه شيندونئ ګوزار مي په برخه كړي يا دداسي نيزه باز دلاس ګوزار غواړم چي ينه او كولمي مي پري كړي ترڅو چي كله مي خلګ پر قبر تيريږي نو وايي دا دهغه غازي قبر دئ چي الله هدايت ورته كړئ دئ اوپر نيغه لاره برابروو٬ پدې پسي لښكر روان شو رسول الله صلي الله عليه وسلم پخپله تر وداع نومي غونډۍ پورې ورسره روان وو هلته ودريدو اوپه مخه ښه ئي ورسره وكړه.

درسول الله صلي الله عليه وسلم داصحابو رض دالښكر روان شو دشمال پر لور تر معان پوري مخكې ولاړو دغه سيمه له شمالي حجاز سره په خواكي پرته وه هلته استخباراتو خبر ورته راووړ چي هرقل دبلقاء په مآب نومي سيمه كي له يولك لښكر سره ځاي پر ځاي شويدئ اويو لك كسان نور قبايل لكه ٬ لخم٬ جذام٬ بلقين٬ بهراء هم ورسره يوځاي شوي دي.

مسلمانانو له دومره لوي لښكر سره دمقابلې تيارئ نه درلودو هغوي ته داحالت ناڅاپي او ناببره پيښ شوئ وو مسلمانان حيران وو چي دغه دري زره كسيز لښكر به څه ډول له يو لك لښكر سره جنګ وكړي دوه ورځي په معان كښي كي پاتي شوو٬ مشوري ئي كولي يوځل ئي وويل راځئ رسول الله صلي الله عليه وسلم ته ليك وليږو ددښمن دلښكر په هكله خبر وركړو هغه به يا نور كسان راوليږي او يابه يو بل هدايت راته وكړي او موږ به هغه هدايت عملي كړو ٬ عبدالله بن رواحه رض ددې نظريې مخالف وو خلګ ئي وهڅول وئي ويل اې ملګرو تاسو چي له څه څخه ويره لرئ دا هماغه شهادت دئ چي په لټه كي ئي تر دې ځايه پورې راغلي ياست جګړه خو دافرادو په ډيرښت او قوت سره نه ده موږ خو پر اسلام ورسره جنګيږو توكل پر خداي وكړئ ملاوې وتړئ يابه بريالي شو اويابه مو شهادت په نصيب شي په پاي كښي ټولو دعبدالله بن رواحه رض رايه ومنله او دمقابلې فيصله وشوه.

اسلامي لښكر دوي ورځې په معان نومي سيمه كي پاته شو٬ وروسته ددښمن پر لور وخوځيدو او دبلقاء سيمې په مشارف نومي كلي كي دهرقل له سپاهيانو سره مخامخ شو دښمن مخكې راغلو مسلمانان دمؤته خواته كاږه شول او هلته ئي سنګر ونيو دجنګ دپاره ئي تيارئ ونيو دميمنې ښي اړخ ته ئي مشري ئي قطبه بن قتادة عزري او دكيڼي خوا قومانده ئي عبادة بن مالك انصاري ته وركړه.

جګړه پيل شوه

په مؤته كښي دواړې لښكرې سره مخامخ شوې سخته جګړه ونښته دري زره مسلمانانو د دوو لكو جګړمارانو مقابله كوله يوه عجيبه صحنه او سخته جګړه وه خو دايمان قوت تاريخونه جوړوي جنډه دزيد بن حارثه رض په لاس كښي وه په ډيره ميړانه سره جنګيدو تر هغوپورې ئي پر دښمن حمله كوله ترڅو په شهادت ورسيدو پده پسې جعفر بن ابي طالب جنډه اوچته كړله په بې سارې توګه سره جنګيدو كله چي جګړه ډيره سخته شوه نوله خپل سره توربخون آس څخه كوز شو دهغه پښي ئي ووهلي دهغه پښې ئي ووهلي او جګړې ته ئي ادامه وركړه ترڅو ښئ لاس ئي پرې شو جنډه ئي په چپ لاس كي ونيوله ترڅو چپ لاس ئي هم پرې شو جنډه ئي په خپلو دواړو پرې شويو لاسونو كښي ونيوله ترڅو په شهادت ورسيدو په بل روايت كښي راځي چي يوه رومي داسي ګوزار پرې وكړو چي پر نيمايي سره دوي ټوټي شو الله تعالي ددې دواړو پرې شويو لاسونو په مقابل كښي په جنت كښي دوه وزرونه وركړل هرچيرته چي دئ غواړي هلته په الوتلاي شي همدا وجه ده چي په جعفر طيار او يا جعفر جناحين سره شهرت لري امام بخاري له نافع څخه روايت رانقل كوي وايي چي ابن عمر رض ته ده ويلي وو چي دجعفر رض تر شهادت وروسته زه دده جسد ودريدم پنځوس ټپونه ئي خوړلي وو خو يوټپ ئي هم پر شا نه وو لګيدلئ ټول زخمونه ئي پر سينه خوړلي وو په بل روايت كښي راځي چي ابن عمر رض وايي زه پدې غزا كښي حاضر وم دجعفر رض په لټون كښي وو چي دشهيدانو په مينځ كښي مو وموند او ومو ليدو چي تر اويا زيات ګوزارونه ئي خوړلي دي او دالعمري په روايت كښي داهم شته چي داټول ټپونه ئي پر سينه خوړلي وو كله چي جعفر بن ابي طآلب رض له دې بې سارې او قهرمانه جګړې څخه وروسته په شهادت ورسيدو نو جنډه عبدالله بن رواحه رض پورته كړله پر خپل آس سپور وو او ددښمن پر لور ورغلو په دې وخت كښي څه متردد غوندي شو آس ئي لږ كوږ هم شو خو فورآ ئي دا شعر ووايو

اقسمت يا نفس لتزلنه
كارهة او لتطاوعنه

ان اجلب الناس وشدوالرنة
مالي اراك تكرهين الجنة
ژباړه
اې نفسه قسم دئ چي ارومرو به جنګ ته وردانګې په جفګان وي او كه په خوشحالۍ دابه كيږي كه خلګو جنګ پيل كړئ دئ او نيزي ئي نيولي دي نوزه تا ولې له جنت څخه په تيښته كي وينم بيا ئي دمقابلې وميدان ته ورودانګل پدې وخت كښي ئي دتره زوي يو له غوښي ډك هډوكئ ورته راووړ ورته ئي وويل دا واخله او ځان څه ناڅه ورباندې تقويه كړه داڅو ورخي خوډير كړېدلئ ئي ورڅخه وائي خيست او يو كپ ئي ورڅخه وكړو نور يې ايسته واچاوه توره ئي واخيستله په جګړه ئي پيل وكړو او دژوند تر وروستۍ شيبې په پوره ميړانه وجنګيدو په پاي كې په شهادت ورسيدو.

پدې وخت كې دبني عجلان قبيلې يوكس ي ثابت بن ارقم نوميده رامخكې شو جنډه ئي پورته كړله غږ ئي وكړو ئي مسلمانانو يو كس خپل مشر وټاكئ دوي ورته وويل دوي ورته وويل همدا ته مو مشر يې ده وويل نه زه داكار نه كوم بالاخره ټول پر خالد بن وليد باندې راضي او سلا شول خالد بن وليد رضي الله تعالي عنه جنډه اوچته كړله بخاري ورڅخه روايت كوي چي وائي دمؤته په ورځ زما په لاس كښي دوه توري ماتي شولي په پاي كښي يوه يماني وړه توره راسره پاته شوه دمؤته په ورځ مخكې لدېنه چي څه خبر راشي٬ رسول الله صلي الله عليه وسلم ته دوحې په واسطه خبر وركړل شو او هغه داسي وفرمايل دجكړې په وخت كښي زيد رض په شهادت ورسيدو بيا جنډه جعفر رض پورته كړه هغه هم په شهادت ورسيدو بيا عبدالله بن رواحه رض بيرغ پورته كړو هغه هم شهيد شو رسول الله صلي الله عليه وسلم دا خبري كولې او تر مباركو سترګو ئي اوښكي بهيدلي زياته ئي كړه بيا جنډه سيف الله سيف الله پورته كړه او دهمده په لاس دمسلمانانو برئ په برخه شو.

كه څه هم مسلمانانو بې سارئ مقاومت كاوه او په بې سارې ميړانه جنګيدل خو بيا هم دا تصور كمزورئ ښكارېده چي برئ به هم ددوي په برخه وي ځكه ددښمن په مقابله كښي ددوي شمير بيخي ډير كم وو او وسائل ئې ډير لږ وو خو خالد بن وليد خپل مهارت او حكمت په كار واچاوه او مسلمانانو ته ئي نجات وركړو ددې جګړې دپايلې په اړوند مختلف روايتونه راغلي دي له صحيح روايتونو څخه دا څرګنديږي چي خالد بن وليد رضي الله تعالي عنه ټوله ورځ جګړه وكړله خودائي ضروري ګڼله چي له يوې كاميابې ستراتيژۍ څخه ؛ته واخيستله شي ترڅو مسلمانان نجات ومومي او كفار داسي وويرول شي چي دمسلمانانو دتعقب جرءت ونه شي كړلاي ځكه هغه پوهېدو چي كچيري مسلمانان دعقب نشينۍ په وخت كې ددوي تر ګوزار لاندې راشي نو بيا به ئي ژغورل ممكن نه وي همداوه چي دجګړې په دويمه ورځ ئي جنګي استراتيژي بدله كړه دمقدمې سپاهيان ئي په شا كې ودرول دميمنې او ميسرې كسان ئي هم سره بدل رابدل كړو كله چي ددښمن له لښكر سره مخامخ شو نو كفارو فكر وكړو چي دا خو لكه چي نوي كسان راغلي دي يوځل ئي په زړونو كښي ويره پيدا شوه دښمنان دويرې او تشويش په حالت كښي وو چي خالد بن وليد رض ورو ورو دعقب نشينۍ ياپر شاتګ امر وكړو دوي داسي پر شا تګ كاوو چي دلښكر په تنظيم كښي هيڅ بدلون نه ليدل كيدو روميان هم ورپسې راتلل ځكه هغوي دا ګمان كاوو چي مسلمانان چل ورسره كوي غواړي چي روميان دصحرا پر لوربوځي او هلته ئي حساب تصفيه كړي په دې ترتيب سره دښمن پر شا شو او دمسلمانانو په تعقيب پدې ئي هيڅ هڅه ونه كړله او مسلمانان پر دې وتوانيدو چي سم او سلامت مدينې ته ستانه شي.

پدې جګړه كښي ۱۲ مسلمانان په شهادت ورسيدو دكفارو دمړو شمير سم نه دئ معلوم خو داسي ښكاري چي دهغوي دمړو شمير زيات دئ كه څه هم مسلمانانو له دې جګړې څخه څه هدف تر لاسه نكړو او خپل كسات ئي وانه خيست خو بيائي هم ددوي دپاره ګټورې اغيزې درلودلي په دې سره ټول عرب ويرې واخيستل دمسلمانانو رعب پرې ولويدو هغه وخت روميان زبر ځواك ؤ عربانو ګمان كاوو چي له دوي سره ټكر بربادي او خودكشي ده له دوه لكه كسانو سره دمسلمانانو بې سارې مقابلې كول دتاريخ له بې ساري عجائبو څخه شميرل كيږي دې جګړې داثابته كړله چي مسلمانان هسي ندي لكه څنګه ئي چي عربان او روميان تصور كوي له دوي سره دالله ج مرسته شته همدا وجه ده چي له دې جګړې څخه وروسته ډيري سركشي قبيلې اسلام ته سلامي شوې٬ بنو سليم٬ اشجع٬ غطفان٬ خزاره٬ او ذبيان قبيلې په اسلام مشرفې شولې همدغه جګړه له بلې خوا له روميانو سره دلويو خونړيو جګړو پيلامه وه اوپه پاي كې ددې جګړې له بركته دروميانو ډير ښارونه فتحه شول.

دذات سلاسل سريه

كله چي رسول الله صلي الله عليه وسلم دشام په غاړو كي دپرتو قبايلو په اهدافو او دريخ پوه شو او وئي ليدل چي دغه قبيلې په جګړه كې دمسلمانانو پر خلاف دروميانو خواته دريدلي دي نو داضروري ورته ښكاره شوه چي دروميانو او دې عربيانو تر مينځ بيلتون راوستل شي ترڅو په راتلونكي كښي دمسلمانانو پر خلاف دومره لوي ائتلاف جوړ نه شي رسول الله صلي الله عليه وسلم ددې كار دعملي كولو دپاره عمرو بن العاص رض غوره كړو ځكه دده مور له بلې قبيلې څخه وه د۸ هجري كال دجمادي الاخره كي ئي دوي ته واستاوه ترڅو همكاري ئي جلبه كړي په يوه روايت كښي خو لا دا راځي چي مدينې ته خبر راورسيدو چي دقضاعه قبيلې خلګ راټول شوي دي او دمدينې پر لور راتلل غواړي نو رسول الله صلي الله عليه وسلو عمرو بن العاص رض ته وظيفه وركړه چي هغوي ته ورشي او خبري ورسره كړي كيداي شي همدا دواړه سببونه سره يوځاي شوي وي رسول الله صلي الله عليه وسلم عمروبن العاص رض ته سپينه جنډه وركړه يوه بله ئي توره هم ورسر هم ورسره وركړه درې سوه مخور مهاجرين او انصارئي دده تر قماندې لاندې وركړل له دوي سره ديرش آسونه هم وو امر ئي ورته وكړو چي له بلي عزره او بلقين قبيلې څخه ورسته وغواړي عمرو رض روان شو دشپې به ئي مزل كاوو او دورځې له مخې به ئي چيرته كمين نيوه او كله چي هغوي ته ورلنډ شول نو خبر شو چي ددښمن شميره ډيره زياته ده رسول الله صلي الله عليه وسلم ته ئي درافع بن مكيث په لاس احوال وليږو او دنورې مرستې غوښتنه ئي ورڅخه وكړه رسول الله صلي الله عليه وسلم په ځواب كښي ابو عبيده بن الجراح رض له دوو سوو كسانو سره دهغه مرستې ته ور وليږلو جنډه ئي وركړه پدې ډله كښي مشهور صحابه كرام رض لكه ٬ ابوبكر رض او عمر رض هم شامل وو دوي ته ئي امر وكړو چي لاړشي او له عمرو سره يو ځاي شي هدايت ئي ورته وكړو چي ټول به يو موټئ اوسي اختلاف به نه كوي كله چي دوي هلته ورسيدل ابو عبيده رض اراده وكړه چي په لمانځه كښي دخلګو امامت وكړي خو عمر و رض ورته وويل چي امير زه يم ته خو مې هسي مرستې ته راغلئ يې همداوه چي ابوعبيده رض دده خبره ومنله اطاعت ئي ورنه وكړو او عمرو رض به پّ لمانځه كښي دخلګو امامت كاوه اسلامي لښكر دقضاعه تر سيمې پورې مخكې ولاړو دهغوي دسيمې لرې لرې ځايونو ته ورغلل هلته له يو شمير كسانو سره مخامخ شول بريد ئي ورباندې وكړو خو ددښمن ټول افراد وتښتيدل او تيت وپرك شول عوف بن مالك اشجعي له خپل اړخه رسول الله صلي الله عليه وسلم ته مكمل احوال وليږه او هغه ئي په ټولو احوالو آګاه كړو ذات سلا سل ديوې وادي نوم ډئ چي دقري وادي شاته او له مدينې څخه دلسو ورځو مزل په انازه لرې پرته ده ابن اسحاق وائي چي مسلمانانو دجذام په سيمه كښي له سلسل نومي چينې سره واړول او له همدې كبله دې جګړې ته ذات السلاسل وايي.

په درناوي
محمدعلی عمری
مسلم باغ
omari.zabul@gmail.com

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x