افغانستان

سرچينه: د هلمند والي او امنيه قومندان پوليس د مخدره موادو غلا ته لېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): څو ورځې وړاندې د هلمند ولايت ګرمسېر ولسوالۍ کې لږ تر لږه څوارلس پوليس د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوي، چې تر اوسه يې په اړه پلټنې نه دي بشپړې شوي او نه هم چارواکي رسنيو ته په دې اړه معلومات ورکولای شي.

ځایي سرچينې وايي، چې د ګرمسېر په پېښه کې وژل شوي کسان د مخدره موادو قاچاق وړونکي او يو شمېر پوليس وو، خو ځينې نورې سرچينې بيا وايي، چې دغه پوليس د طالبانو په بريد کې وژل شوي دي.

د هلمند والي حيات الله حيات بيا رسنيو ته ويلي، چې دی په دغه بريد کې يوازې د څوارلسو سرحدي پوليسو د وژل کېدو پخلی کولای شي، خو په دې اړه يې د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه کړې ده.

 د هلمند امنيې قومندانۍ يوې سرچينې د نوم نه څرګندولو په شرط نن ټکی اسيا ته ويلي، چې د هلمند والي او امنیه قومندان پوليس هغو لارو ته د غلاوو لپاره لېږي، چې د مخدره موادو قاچاق وړونکي پرې خپل مالونه لېږدوي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې تېره اونۍ په هوايي بريد کې وژل شوي پوليس هم د هلمند والي او امنيه قومندان له لوری ريګ سيمې ته د مخدره موادو د غلا لپاره لېږل شوي وو، چې له قاچاق وړونکو سره د معاملې پر مهال د هوايي بريد ښکار شول.

د سرچينې په وينا د دغې پېښې په اړه ولسمشرۍ ماڼۍ ته هم خبر رسېدلی او کېدای شي په لنډو ورځو کې په دې اړه پلټنې پيل شي.

افغانستان کې  د ناټو قاطع ملاتړ هم رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د څوارلسو پوليسو د وژل کېدو پخلی کړی، خو زياتوي، چې په دې اړه اوس نور معلومات نه خپروي او په مناسب وخت کې به يې له افغان چارواکو او رسنيو سره شريک کړي.

که څه هم له تېرو څو مياشتو راهيسې بهرني ځواکونه او افغان حکومت طالبان د مخدره موادو په قاچاق او سوداګرۍ تورنوي، خو افغانستان لپاره د امریکايي مرستو د څار ادارې «سيګار» او ګڼو غربي رسنيو ليکلي، چې افغان چارواکي د مخدره موادو په سوداګرۍ کې پراخ لاس لري.

نيشنل انټرسټ امریکايي مجلې په خپل تازه راپور کې ويلي، امریکا نه شي کولای په افغانستان کې د مخدره موادو پر ضد روانه جګړه وګټي او لامل يې دا ښوولی، چې د امریکا او نورو نړيوالو ټولنو له لوري د مخدره موادو پر ضد روانه مبارزه له دې امله ناکامه ده، چې افغان چارواکي د نشه يي توکو په کاروبار او کرلو کې پراخ لاس لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x