fbpx
hamid-karzai hide-obama

امریکایان خپلو ګوډاګیانو ته په کومه سترګه ګوري؟

زخمي افغان

د ډاکټر رنګین دادفر سپنتا کتاب مې په چاپي بڼه نه دی ترلاسه کړی. اما کومه سافټ بڼه یې چې په لاس راغلي تیره ورځ مې سرسري راوکوت چې له همدې ځغلنده مطالعې راڅرګنده شوه چې کتاب رښتیا هم د کرزي د حکومت دروني ننداره ده او له ډیرو پټ پاته حقائقو یي پرده پورته کړې چې مشت نمونه خروار به یې په څو لیکنو کې درسره شریک کړم.

د سپنتا کتاب بیا بیا له دې حکایت کوي چې امریکایانو دوی ته په درنه سترګه نه کتل بلکې ناوړه او نامناسب تعامل یي ورسره کاوه. د بیلګې په توګه په ۲۶۴ مخ کې د امریکا د مرستیال ولسمشر جوبایډن او حامد کرزي د ملاقات او په ارګ کې د ډوډۍ خوړلو جریان بیان شوی دی. د ډوډۍ په وخت کرزی جوبایډن ته دامریکایي عسکرو له خپلسرۍ شکایت کوي او هم د پاکستان په اړه ورسره خپل فرمایشونه شریکوي. خو جوبایډن پرته له دلیله عصباني کیږي. کرزي ته وایي چې له تاسو موږ ته پاکستان پنځوس ځله زیات اهمیت لري. کرزی هڅه کوي چې د جوبایډن غوسه سړه کړي مګر هغه لاسپاک په دسترخوان ولي او په غوسه د ارګ له ډوډۍ څخه ولاړیږي او په خپله مخه ځي. سپنتا وایي له تیارې ډوډۍ څخه د جوبایډن ولاړیدل موږ ته د امریکا د مرستیال ولسمشر یو بې سابقې سپکاوی و.

په ۳۷۰ مخ کې سپنتا لیکلي: دامعمول و چې امریکا ته د حامد کرزي او ورسره هیئت د سفر لپاره به امریکایانو ځانګړې پوځي الوتکه کابل ته راستوله تر څو د کرزي هیئت تر واشنګټن او بیرته کابل ته ورسوي. د ۲۰۱۰ کال په می کې امریکا ته د سفر په مهال چې کله موږ له امریکایانو سره د اجرائیه ریاست د رامنځته کولو په خبره کې تفاهم ته ونه رسیدو نو د امریکا خاص استازي ریچارډ هالبروک زموږ دهیئت غړي زلمي رسول ته وویل چې تاسو نه شئ کولای بیرته زموږپه طیاره کې کابل ته غبرګ شئ د خپل ځان غم په خپله وکړئ. په دې ډول امریکایانو موږ په ډاګ پریښودو او بیا حامدکرزی مجبور و چې په کرایي الوتکه کې له امریکا څخه ځان کابل ته ورسوي. دا هم د امریکایانو لخوا له خپل تحت الحمایه ولسمشر سره داسې چلند و چې له اخلاقي اصولو سره برابر نه و.

سپنتا د همدې بحث په دوام لیکلي چې ولسمشر اوباما افغانستان ته د سفر په مهال د ارګ په نسبت د آیساف مرکز او د بګرام اډې ته ډير اهمیت ورکاوه. په ۲۰۰۹ میلادي کال کې افغانستان ته د اوباما د لومړني سفر په مهال هغه د خپل سفر ټول وخت په بګرام او دآیساف په مرکز کې تیر کړ او ارګ ته یي یوازې د څوشیبو لپاره سر وربیرته کړ. سپنتا وایي زموږ په وړاندې د اوباما تر ټولو بد چلند خو هغه و چې د ۲۰۱۲ میلادي کال په می میاشت کې کابل ته د سفر په مهال ولیدل شو.

په دې وخت کې کله چې اوباما د ستراتیژیک تفاهم لیک د امضاء لپاره په نیمه شپه کابل ته په نااعلان شوي سفر راغی،ارګوالو د حرم سرای د حوض تر څنګ د مراسمو ترتیبات نیولي و، حامد کرزي غوښتل چې دکابیني غړي او جهادي رهبران هم باید له اوباما سره په ګډ مجلس کې ګډون وکړي. خو امریکایانو وویل چې په دې صورت کې به دوی د هر جهادي مشر او ګډون کوونکي لنګوټې ورباندې خلاصوي او بیخزن به یي تلاشي کوي. کرزی پوه شو چې دا نو لویه رسوایي ده نو ځکه د اضافه ګډونوالو د راتلو خبره یي پریښوده.

په مجلس کې اوباما ته خوراکي مواد، میوې او څښاک ایښودل شوی و، مګر اوباما هیڅ شي ته هم لاس نه ورووړ، او نه یي خوراک کاوه. حتی یو ځل چې یې غوښتل د اوبو له ګیلاس څخه اوبه وڅښي د امنیت مسؤل یې ورته اشاره وکړه او بیرته ګیلاس په میز کيښود. اوباما ته د خپل امنیتي ټیم لخوا ویل شوي وي چې په ارګ کې باید خوراک ونکړي ځکه کیدای شي مسموم کړای شي.

سپنتا وایي چې د اوباما دې چلند کرزی سخت په غوسه کړ او د اوباما له تلو وروسته یي وویل: دا څنګه ستراتيژیکه دوستي ده چې حتی زموږ اوبه د څښاک وړ نه بولي، زه به د دې کفارو دغه توهین کله هم له یاده ونه باسم.

له لوړو څو ذکر شویو مواردو ښکاري چې کفار که څه هم له خپلو محلي ګوډاګیانو هر ډول استفاده کوي، ډیر تبلیغات ورته کوي، تشویقي مډالونه او القاب ورکوي، اما په حقیقت کې په هغوی نه باور لري اونه هم ورته اهمیت ورکوي. بلکې یوازې د خپلو اهدافو په مسیرو کې د وسیلو په شان کار ترې اخلي او بس.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

دایی ددی دنیا رسوایی دہ دآخرت خو بیا ډیرہ بدہ رسوایی دہ-الله(جل جلا له) دی موږ وساتی‎

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

د دی لیکنی سره می د هیتلر سره د مرکی خبره رایاده شوه او هغه دا چه : د هیتلر نه ژور نالست پوښتنه وکړه : چه په دومره مفتوحه هیوادو کی دی د چا سره مینه او د چا سره کرکه زیږول شوی یعنی څوک دی پکی دوستان او څوک دی پکی دشمنان نیولی دی ؟ هیتلر ځواب : هغوی چه مونږ سره یی د خپلی خاوری ، خلکو او خپلواکی په پلورلو کی زمونږ سره مرستی کړی او د خپلو خلکو سره یی غداری کړی او زمونږ په معاشو یی خپل خلک هم خپله او هم پر مونږ… نور لوستل »

mha
میلمه
mha

This is not what happened between Joe Boyden and Karzai, This is what happened that made Karzai angry:
Karzai was getting blank checks from Mr Bush and no body knew where would that money go. Mr. Boyden told Karzai about that money and to give some brief information on what that money was spent This makes .Karzai upset when Mr Boyden asked for the expense report of what that money was spent.

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

That could be one of the small reason, Karzai and Joe Boyden got made to each other, there more other reasons , some known and some unknown for every body