fbpx
ټرمپ او د هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودي

امریکا ولي په افغانستان کې د هند د ښکیلولو هڅې کوي؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

په افغانستان کې د امریکايي اشغال او جګړې غځولو په لړ کې امریکایان غواړي هند هم دلته په پوځي لحاظ ښکیل کړي.

که څه هم چې هند په افغانستان کې د امریکايي اشغال له پیله د هغوی د یوه سیاسي متحد په حیث تل د امریکايي یرغل تائید کړی دی خو په عملي لحاظ یې د افغانستان په داخل کې تر ډیره بریده لیوالتیا له عمراني او بیا رغونې کارونو سره ده.

هند په پلازمینه کابل کې د ملي شورا د ودانۍ او د هیواد په جنوب غرب کې د سلما بند جوړولو په شمول په افغانستان کې خواو شا ۱۴ مهمې پروژې د زراعت ، بیا رغونې، مالدارۍ، لوړو زده ‎کړو او اوبو لګولو په برخه کې پلي کړې دي.

همداراز په پام کې ده چې د کاسا زر (د منځنۍ او جنوبي اسیا) پروژه ، چې پر اساس یې له قرغیزستان او تاجکستان څخه افغانستان او پاکستان ته ۱۳۰۰ میګاواټه برښنا رسول کېږي هم د هندي کمپنیو لخوا په افغانستان کې پیل شي.

د بیا رغولو په برخه کې په افغانستان کې د متعددو هندي پروژو پلي کول د دې لامل شوی چې افغانان د خپل هیواد په بیا رغونه کې د هند هیواد رول مثبت تلقي کړي.

خو د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د جنګي ستراتیژۍ په ترڅ کې له هنده وغوښتل شول چې په پوځې برخه کې هم په افغانستان کې خپل رول زیات کړي.

په دې سره امریکا غواړي پر متحده عرب اماراتو، قطر او ځینو نورو سیمه ییزو هیوادونو سربیره هند هم په افغانستان کې ښکیل کړي.

د امریکا د دغو هڅو په ترڅ کې تیره ورځ د امریکا د دفاع وزارت کانګریس ته په نوي وړاندې کړې راپور کې ویلي چې هند په سیمه کې هغه د باور وړ شریک هیواد دی چې د سیمې تر ټولو هیوادونو یې د افغانستان په پرمختیايي پروژو کې لوی سهم لرلی دی.

د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکايي ولسمشر ټرمپ تر جنګي ستراتیژۍ اعلانولو وروسته کانګریس ته د امریکا د دفاع وزارت دا لومړنی راپور دی چې له افغانستان سره د هند د پوځي ملاتړ په اړه وړاندې کیږي.

که څه هم چې هند تر دې وړاندې له ګډ حکومت سره د افسرانو په روزنه ، د دفاع وزارت د پوځي وسائلو په ترمیمولو او هوايي ځواک ته د پوځي څرخکو په ورکولو کې مرسته کړې خو اوس امریکا نور هم تري غواړي چې د دغو مرستو ترڅنګ په امنیتي او پوځي برخه کې فعال سهم ولري.

په پوځي لحاظ په افغانستان کې د هند له ښکیلولو څخه امریکا دوه غرضه لري:

لومړی: د هند په اړه د هغه د رقیب پاکستان حساسیت را پارول او په دې سره دلته پیل کړې جګړه نوره هم ګرمول.

دوهم : په پوځي لحاظ هغه تشه ډکول کومه چې د ناټو تړون د غړیو هیوادونو د کړیو ژمنو د نه پوره کولو له امله امریکا په افغانستان کې ورسره مخ ده.

خو داچې د افغانانو او هند ترمنځ دوه اړخیز علائق په سیمه کې د امریکا تر شخصي ستراتیژیکو علائقو هم مهم او هم مقدم دی ، نو هند ته نه ده په کار چې په افغانستان کې خپلې پوځې ښکیلتیا سره هغه افغانان له ځانه ناراضه کړي کوم چې یې تر اوسه پوري د بیا رغونې په برخه کې په ملکي پروژو راضي کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د