fbpx
guantnamo

دګوانتانامو حقیقت او د امریکایانو جهالت

بخت الرحمن (شرافت)

ګوانتانامو زندان چې په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کي یې نړۍ کې دوحشتونو حیوانیت او ویري اوازې خپرې سوې ددنیا له ګوټ ګوټ څخه دمختلفو هیوادونو اوملتونو اوه سوه او اتیا (۷۸۰) مظلوم کسان یې خپلې دوزخي خیټه کې ساتلي وه.

دغه زندان چې دنیا وال یې د وحشتونو، دهشت او ویري په نوم پیژني داسي یو زندان وه چې د زندانیانو د حق پالنې نړیوالې ادارې (جنیوا کانوینسیون) ورباندي کوم اثر نه لاره او نه هم ددغې ادارې کارکوونکو ته اجازه ورکول کیده چې له دغه زندان څخه لیدنه وکړي.

یواځي دانه چې دغه زندان یو تور زندان وه، د ویرولو، شکنجو او تعذیبونو مرکز وه، بلکی د امریکا د حکومتي تاریخ یوه ستره تیروتنه هم وه.

که څه هم تر پنځلسو کلونو پوري د امریکا حکومت کوښښ وکړ تر څو ددغه زندان هرڅه پټ وساتي، په حقیقت باندي یې څوک خبر نه شي، خو بالاخیر نړۍ په دې پوه سوه چې د ګوانتانامو په خیټه کې د بشریت او انسانیت په خلاف څه روان دي.

۱: دغه زندان کې اچول سوي ډیری زندانیان امریکایانو باندي د ډیرو پیسو په مقابل کې خرڅ سوی کسان وه.

دغه زندان کې غټ اکثریت ((۸۶٪)) سلنه زندانیان امریکایانو خپله نه وه نیولي، بلکې دامریکا حکومت دغه زندان په داسي کسانو ډک کړ، چې دنورو لخوا ورته دپیسو په مقابل کې دلویو مجرمانو په نوم پلورل شوي وه، امریکا د هر شکمن کس په مقابل کې پنځه زره ډالر ورکول او همدارنګه تر ډیره وخته پوري یې د افغانستان او پاکستان ډيرو سیمو باندي دچاپو او ټارګیټډ اپریشن په نوم ډيري الوتکي والوزولې او ډيرو کسانو ته یې ددې لپاره په زرهاوو ډالر معاشات ورکول تر څو و امریکا ته د شکمنو کسانو په اړه مالومات ورکړي.

امریکا ګوانتانامو ته د زندانیانو په استولو کې له لومړي سره لا خطا وه، چې حتی (۲۰۰۲) زیږدیز کال په اخیر کي ددغه زندان اپراتوپي قومندان یو امریکایې جنرال شکایت وکړ چې ګوانتانامو زندان ته چې کوم کسان رالیږل کیږي ماته بلکل د (میکي ماوس کارټون فیلم) بڼه وړاندي کوي، په کوم نامه او شهرت چې راته معرفي کیږي حقیقت کې داسي نه وي صرف دهغو په کریکټر کې راوستل سوي وي.

۲: دامریکا حکومت فیصله کړې وه چې دګوانتانامو زندانان به له هیڅ ډول بشري رحم، وسلې او د زندانانو له حقوقو څخه برخمن نه وي، خو د وخت په تیریدو سره د بندیانو دسزاوو دمعطل کولو او ختمولو په نوم بنسټ دا هر څه بدل کړل.

په ۲۰۰۲ زدیږد کال کې چې لومړی زنداني دغه زندان ته راوستل سو دامریکا دهغه وخت صدر (بوش) اعلان وکړ چې دزندانیانو دحقوقو دپالنې او ساتني په نوم هیڅ ارګان نشي کولی چې دغه زندان ته سترګې ورکښته کړي او دغه زندان کې ساتونکو زندانیانو باندي د زندانیانو لپاره ( د جنیوا کنوانسيون) قوانین نشي لاګو کیدلی، نو ځکه هیڅ کوم عدلي او حقوقي ارګان نسو کولای چې ددغه ځای د زندانیانو له احوال څخه ځان خبر کړي.

بالاخیره (کلیو سټیفورډ سمیت) د دوو نورو وکیلانو په ملتیا د ((Reprieve)) په نوم یو بنسټ جوړ کړ او دبوش دغه خبره چې دګوانتانامو زندان ټول زندانیان (د جنیوا کنوانسيون) لخوا دجنګي بندیانو لپاره له جوړ شوي قانون څخه مستثنی دي او هیڅ عدلي او حقوقي ارګان نشي کولی ددغو بندیانو دوسیې وڅیړي چلنج کړه، د(ریپریو بنسټ) د امریکا په ستره محکمه کې دعوه وګټله ا و دغه زندان ته یې لاره وموندله او په لومړیو کوښښونو کې یې له دغه زندان څخه ((۸۰)) زندانیان راخوشي کړو.

۳: نادره داده چې ګوانتانامو کې ساتل شوي ټول زندانیان بغیر له کومي محکمې او قضا په مرګ محکوم سوي وه.

کلیو سټیفورډ سمیټ وایې وړاندي له دې چې دګوانتانامو د زندانیانو په اړه دبوش پریکړه چلنج کړم پنځه ویشت کاله مي امریکا کې دمرګ په سزا باندي محکوم سویو زندانیانو دحقوقو لپاره کار کړی وه.

۴: د ریپریو (Reprieve) په نوم بنسټ لیکلي چې دګوانتانامو په زندان کې (۱۵) کم عمره ماشومان هم دخطرناکو ترهګرو په نوم ساتل کیدل.

یو له دغو کم عمره هلکانو څخه ((محمد الغراني)) چې د (۱۴) کلونو په عمر دغه زندان ته راوړل سوي، که څه هم (محمد الغراني) ماشوم وه خو دغه زندان کې شکنجې ورکول سوي وې، سریې په وار وار له دیوالونه او ځمکې سره ور وهلی، په سګریټو باندي یې څنګلې او لاسونه ورسوځولي، بې له محکمې څخه تر اوو کلونو پوري دلته ساتل سوی وه، چې اخیر کې د (Reprieve) د په نوم بنسټ وتوانیدی چې په ۲۰۰۹ زیږدیز کال کې (محمد الغراني)له زندان څخه راخوشی کړي.

۵: بله عجیبه داوه چې دغه زندان کې ډير کم کسان محکوم سوو خو زیات یې بغیر له کومي محکمې څخه مړه سوي وه:

ریپریو بنسټ لیکلي تر اوسه پورې دغه زندان کې یواځي اته (۸) کسان مجرم پیژندل سوي چې له هغو څخه وروسته څلور کسان بیرته بې ګنا ثابت سوو او صرف څلور کسان محکوم وپیژندل سوو، حال دا چې دلته نه ((۹)) تنه زندانیان بغیر له دې څخه چې محکمه ورسره وشي یا یې کوم حقوقي یا عدلي ارګان دوسیه وڅیړي مړه سوو.

۶: د ګوانتانامو له زندان څخه ۹۰ سلنه زندانیان بغیر له کوم جرم څخه خوشي سول.
سټیفورټ سمیټ وایې اوه سوه او دیرش (۷۳۰) زندانیانو دغه زندان کې څو کاله تر تهدید او ویري لاندي ژوند تیر کړ شکنجې یې ولیدې، ډول ډول غیر انساني او غیر بشري کړنې ورسره وسوې خو اخیر کې بې له کوم جرم او ګناه څخه خوشي کړل سوو.

۷: ګوانتانامو دنړۍ تر ټولو ګران ترین زندان دئ:

ریپریو بنسټ لیکلي دغه زندان کې تر اوسه پوري لا ۴۱ زندانیان ساتل کیږي او ددغو (۴۱) زندانیانو دساتلو لپاره دامریکا حکومت دغه زندان ته د کال (۴۴۵) ملیونه ډالره مصرف ورکوي، که ورځنی حساب ورته وکړو نو دغه زندان کې د هر زنداني پر سر امریکا حکومت هره ورځ (۲۹۰۰۰) نه ویشت زره ډالر مصرفوي، چې دغه پیسې ټولي دامریکا له خلګو څخه د (ټیکس) په ډول اخیستل کیږي او ترڅو پوري چې دغه زندان خلاص وي حکومت به ورباندي دا مصرف کوي.

دامریکا ائتلافیانو، دامریکا ملګرو او د امریکا ساز ته اتڼ کونکو تش په نوم مسلمانانو لږ فکر وکړئ لږ څه ګریوان ته سر ټیټ کړئ، څوک چې له انسانانو سره داسي کړنې کوي، له هغو څخه به د بشریت لپاره دانسانیت لپاره دنړۍ دامن او استقرار څه هیله ولرو.

دامریکا تش په نامه شعارونه باندي ونه غولیږو، اوس لاهم وختي ده ورڅخه لاري جلا کړئ که یې دظلم او بربریت مخه نه سئ نیولی ورسره ملګرتیا خو مه کوئ، څه فکر کوئ نن ددنیا ټول اسلامي او کفري هیوادونه او ولسونه په فلسطین کې د اسرائیلو د ظلم او بربریت په خلاف یو خوا دې، خو امریکا بیا پر ټولو حقیقتونو باندي سترګي پټي کړې، بې وسه او مظلومو فلسطینیانو په مقابل کي يې د اسرائیلو ملا تړلې، دفلسطنیانو د مظلومیت او بي وسۍ چیغي به اخیر الله واوري، یو وخت به داسي ضرور راسي چې امریکا به خپلو کړنو باندي پښیماني ښيي، اسرائیل به بیا همدغه اسرائیل نه وي.

خو زما او ستا انجام به څه وي، یقین وکړې عملونه مو هغي کچې ته رسیدلي چې نور نو باد صرصر هم راته لمبه لمبه کیږي او دنوح طوفان خو وختي لا راته په قهر شوی،، مسلمان ملته هغه چورتونه پریږده چې ابابیل به مو مرستي ته راځي یا به مو الله پاک په ملائکو باندي مرسته کوي، بلکي ددي مستحق یو چې نور راباندي د صرصر بادونه راخوشي کړي او ریښې مو وباسي، ابابیل عملونه غواړي او ملائکې د غیرتمنو مرستې کوي له بیغرتو څخه دالله هم بد کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د